د لاسرسي لېنکونه

د پخواني ازبک مشر اسلام کریموف لمسي او د ګلنارا کريموا زوی خپلې مور ته د رسمي موقف غوښتنه کړې ده.

ګلنارا کريموا چې يو وخت د خپل پلار ځای ناستې ګڼل کې ده، دوه کاله مخکې د اداري فساد د يوې قضيې وروسته ډېره نه لیدل کې ده.

له بي بي سي سره د مرکې پر مهال د دې زوی ويلي وو چې مور يې په تاشکند کې د دې په کور کې نظربنده شوې ده.

ده پر ازبک امنيتي ادارو تور پوري کړ چې مور يې په يوازيتوب کې ساتي او تر دومره ډېرې مودې وروسته یوازيتوب به د دې پر روغتيايي حالت اغېز کړی وي.

XS
SM
MD
LG