د لاسرسي لېنکونه

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د جمعې په ورځ په دوه ورځني سفر د عربي متحده اماراتو پلازمېنې ابوظبۍ ته روان شو.

جمهوري ریاست وايي چې افغان ولسمشر به د متحده عربي اماراتو له چارواکو سره پر دوه خیزو اړیکو سره بېره د افغانستان او سیمې پر حالاتو هم خبرې وکړي.

د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د افغان او اماراتو مشرانو دوه اړخیزې خبرې تر ډېره پر اقتصادي مسایلو راڅرخي.

مینه پال: افغان او عرب چارواکي به پر اقتصادي اړیکو خبرې وکړي.

مینه پال: افغان او عرب چارواکي به پر اقتصادي اړیکو خبرې وکړي.

نوموړي زیاته کړه:

"د افغانستان ولسمشر نن د یوه لوړ رتبه پلاوي په ملتیا د متحده عربي اماراتو پلازمېنې ابوظبۍ ته ولاړ، ولسشمر به د خپل سفر په جریان کې د متحده عربي اماراتو له چاراکو سره د افغانسان او متحده اماراتو په اړیکو په ځانګړې توګه په سوداګریزو او اقتصادي اړیکو خبرې وکړي."

ښاغلی مینه پال زیاتوي چې افغان ولسمشر به" تر ګواښ لاندې فرهنګي میراثونو ملاتړ" کنفرانس کې پر ګډون سر بېره د متحده عربي اماراتو د خپلواکۍ د ملي ورځې په ۴۵مې کلیزې جشن کې هم ګډون وکړي.

دواخان مینه پال وايي، محمد اشرف غني به د ګردې نړۍ په ځانګړې توګه د اسلامي نړۍ فرهنګي میراثونو ته د ورپېښو ګواښونو په اړه هم وینا وکړي.

له ولسمشر سره په دغه دوه ورځني سفر کې د ولسي جرګې له خوا سلب صلاحیت شوی د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د چارو ادارې عمومي رئیس عبدالسلام رحیمي، د جمهوري ریاست سلاکار اجمل غني او د ولسمشر ویاند محمد هارون چخانسوري ملتیا کوي.

د سیاسي چارو افغان کارپوهان متحده عربي اماراتو ته د افغان ولسمشر د سفر او د دغه هېواد له چارواکو سره د هغه خبرو ته خوشبین دي.

د کابل پوهنتون استاد ودیر صافی وايي، متحده عربي امارات یو پياوړی اقتصادي دولت دی، نو کولای شي د اقتصادي مسایلو ترڅنګ د افغان سولې په قضیه کې ګټور نقش ادا کړي.

صافی: متحده عربي امارات افغان سوله کې مهم نقش درلودلی شي.

صافی: متحده عربي امارات افغان سوله کې مهم نقش درلودلی شي.

نوموړي زیاته کړه:

"د خلیج هېوادونه د نړیوالې سوداګرۍ اقتصادي او تخنیکي مرکز ګرځېدلی، که اړیکې ښې وي او متحده عربي امارات وغواړي د افغانستان په سوله کې مهم نقش درلودلای شي، ځکه سیاست اقتصاد ټاکي."

ښاغلی صافي زیاتوي دا چې زیات افغانان د متحده عربي اماراتو په دوبۍ، ابوظبۍ او نورو ښارونو کې په مزدورۍ بوخت دي هغه ستونزې چې افغانانو ته د کار په جریان کې ورپېښې دي، د دا ډول سفرونو په اوږدو کې حل کېدای شي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG