د لاسرسي لېنکونه

افغان ولسمشر د متحده عربي اماراتو د دولت د رئیس په رسمي بلنه ننه له غرمې مخکې «تر ګواښ لاندې فرهنګي میراثونو ملاتړ» په کنفرانس کې د ګډون په هدف د اماراتو پلازمېنې ابوظبۍ ته روان شو.

له ولسمشر ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ولسمشر محمد اشرف غني به په دغه کنفرانس کې پر ګډون سربېره د اماراتو د خپلواکۍ د ملي ورځې په ۴۵مې کلیزې جشن کې هم ګډون وکړي.

خبرپاڼه زیاتوي چې له ولسمشر سره په دغه سفر کې د بهرنیو چارو وزیر، د چارو ادارې رئیس او یو شمېر نورو افغان چارواکي هم ملتیا کوي.

XS
SM
MD
LG