د لاسرسي لېنکونه

د بدخشان ولایت چارواکو له خلکو غوښتي چې د کمیابه ژویو او الوتونکو د خوندیتوب لپاره هڅه وکړي او د هغوی له ښکار او قاچاقه لاس واخلي.

د بدخشان والي احمد فیصل بیګزاد پرون د چاپېریال ساتنې ادارې ته د یوه ګوربت «عقاب» د ور سپارلو پرمهال ټینګار وکړ چې ټول خلک باید د ژویو او کمیابه الوتونکو په ساتنه کې له دولت سره همکاري وکړي څو د مخ په ختمېدونکو ژویو ژوند وژغورل شي.

دا ګوربت «عقاب» په اشکاشم ولسوالۍ کې خلکو نیولی و او حکومتي چارواکو ته یې سپارلی و.

په بدخشان په خاصه توګه د هندوکش په غرنیو سیمو کې د نړۍ د کمیابه الوتونکو ګوربت «عقاب« ډېرې کمې جوړې پاتې دي.

XS
SM
MD
LG