د لاسرسي لېنکونه

د پکتيا ولسونو د يوې غونډې په ترڅ کې غوښتنه وکړه چې مرکزي حکومت دې د ژمنې سره سم عنعنوي لويه جرګه ور وغواړي او د حکومت مشروعيت دې ثابت کړي او د پکتيا قومي مشرانو، ولايتي شورا وکيلانو او مدني فعالانو د همدغې غونډې په ترڅ کې د حکومت مشروعيت تر پوښتنې لاندې راوست او غوښتنه يې وکړه چې د شوې ژمنې سره سم دې عنعنوي لويه جرګه راوبلل شي.

په دغه غونډه کې چې نېږدې پينځه سوه قومي مخورو او خلکو په‎کې برخه درلوده، قومي مشر حاجي بادشاه خان ځدراڼ وربللې وه چې په دې غونډه کې قومي مخورو د ملي وحدت حکومت غير مشروع وباله او غوښتنه يې وکړه چې مرکزي حکومت دې د خپلې ژمنې سره سم عنعنوي لويه جرګه وروبلي او د حکومت مشروعيت دې ثابت کړي.

غونډې ته د پکتيا ولايتي شورا غړي جنت خان څمکني وويل:

"موږ نور دا وېرونه او ماتم نه شو زغملای او د دې وس نه لرو چې دا حکومتونه نور موږ وزغمو، موږ د دې نه وروسته يوې رهبرۍ ته ضرورت لرو او دې ته ضرورت دی چې عنعنوي لويه جرګه جوړه شي او يوه رهبري رامنځته شي."

په دې غونډه کې د پکتيا قومي مشر او په ولسي جرګه کې د پکتيا خلکو استازي حاجي بادشاه خان ځدراڼ وويل چې که عنعنوي لويه جرګه جوړه نه‎شي حکومت د دوی لپاره مشروعيت نه لري:

نوموړی وايي:

"د ملت عنعنوي لويه جرګه په داسې حالاتو کې جوړېږي چې وطن کې ستونزې وي لکه دا اوس چې روان دی، دوه سری حکومت دی ضرور دی چې عنعنوي لويه جرګه جوړه شي."

د پکتيا قومي مشر او په ولسي جرګه کې د پکتيا خلکو استازي حاجي بادشاه خان ځدراڼ

د پکتيا قومي مشر او په ولسي جرګه کې د پکتيا خلکو استازي حاجي بادشاه خان ځدراڼ

د غونډې يو بل ويناوال او د ځوانانو د پارلمان استازي مدني فعال شفيق الله سحر وويل چې د حکومت يووالي لپاره جدي کار په‎کار دی.

نوموړی وايي:

"که پاچاهي يوه وي اراده يوه وي او که پاچاهي يوه وي مرام يو وي، که پاچاهي يوه نه وي عزم او مرام نه شي يو کېدای او داسې ستونزې به موجودې وي."

ده دا هم وويل چې که د حکومت رهبري يوه وی ښايي تر دې مهاله د سولې روانه پروسه او له وسله‎والو طالبانو سره د سولې خبرو تر دې ډېر پرمختګ او نتيجه ورکړای وای.

د عنعنوي لويې جرګې د راغوښتلو غوښتنه د پکتياوالو له لوري په داسې مهال کېږي چې تر دې وړاندې يې هم دوه ځله ورته غونډو کې له مرکزي حکومته د جرګې جوړېدو غوښتنه کړې وه.

XS
SM
MD
LG