د لاسرسي لېنکونه

په پام کې ده، د افغان روزنکو له‎خوا د والیبال برخه کې د نوو روزونکو لپاره د روزنې کورس سبا جمعه به په کابل کې پیل شي.

د دغه کورس مسؤل یوسف صادق نن ازادي راډیو ته وویل، د زده‎کړې دغه کورس د والیبال د لومړۍ درجې روزونکو ته ځانګړی شوی دی چې له ټول هېواده ۳۷ روزونکو په‎کې ګډون کړی دی.

د روزونکو د روزنې دغه دوره به پنځه ورځې دوام وکړي.

له دې وړاندې د افغان روزونکو د روزنې چارې د بهرنیو روزونکو په غاړه وې؛ خو د والیبال نړیوال فدراسیون د پریکړې له مخې، له دې وروسته به د روزنې چارې خپله افغان روزنکې په مخ وړي.

XS
SM
MD
LG