د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د کرکټ د نولس کلنو ملي لوبډله د آسیا کپ سیالیو ته پوره چمتووالی لري.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن ازادي راډیو ته وویل، د هېواد د ۱۹ کلنو ملي لوبډله لوړ مورال لري او د اسیا کپ په سیالیو کې به ښه لاسته راوړنه ولري.

ښاغلی هوتک زیاتوي، د هېواد د ۱۹ کلنو ملي لوبډله به د ډیسمبر په ۱۵مه خپله لومړنۍ سیالي د بنګله‎دیش د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې سره تر سره کړي.

دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې ته د اسیا کپ په سیالیو کې د کرکټ نړیوالې شورا له‎خوا د سیالیو کولو اجازه ورکړل کېږي.

XS
SM
MD
LG