د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان سوداګرۍ او صنایعو خونه په هندوستان کې د افغانستان د سفیر شیدا محمد ابدالي هغه څرګندونې چې افغان سوداګریز توکي به د هند په بازارونو کې ځانګړی ځای ولري تائیدوي؛ خو په دې برخه کې لا هم د ستونزو یادونه کوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام الدین پسرلي نن ازادي راډیو ته وویل، که څه هم افغاني سوداګریز توکي په هندي بازارونو کې ښه نوم او بازار لري؛ خو په خبره یې چې هندي سوداګر افغاني صادرات د خپل هېواد د تولیداتو په نوم بازارونو ته وړاندې کوي او امتیاز یې اخلي.

ښاغلی پسرلی وایي، افغان حکومت دې د افغاني تولیدوونکو او سوداګرو هڅو ته پاملرنه وکړي او په خبره یې، د افغانستان تولیداتو ته دې د نورو هېوادونو په بازارونو کې په خپل نوم د خرڅلاو زمینه برابره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې سوداګرۍ او صنایعو خونه سږ کال د نورو په پرتله په افغاني صادراتو کې د شل سلنه زیاتوالي خبره کوي.

XS
SM
MD
LG