د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۲

افغانستان کې د ښځینه‌و کم‌رنګه مدیریت او پر وړاندې یې خنډونه


لاهم نا امني د ښځینه لوړ پوړو مامورینو د فعالیتونو په وړاندې لوی خنډ دی
لاهم نا امني د ښځینه لوړ پوړو مامورینو د فعالیتونو په وړاندې لوی خنډ دی

په افغانستان کې د ناامنیو له امله د ولایتونو او ولسوالیو په کچه ښځينه مدیریت کم رنګه دی.

د جوزجان ولایت د فیض اباد ولسواله سایره شکېب سادات د دایکندي له والي معصومه مرادي وروسته د ولایتونو په کچه د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې لوړ پوړې ښځینه ماموره هم ناامني د دوی د کارونو په وړاندې عمده ستونزه یادوي.

مېرمن شکېب د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دوی د سیمې د پراختیا لپاره ګڼې پروژې پلان کړي خو د ناامنیو له امله نه‎دي توانیدلي چې په لازمه توګه یې پلي کړي.

نوموړې وايي:

"زموږ ستونزه امنیتي مسائل دي، خو له نیکه‎مرغه د جوزجان ولایت مشرتابه موږ سره مرسته کوي، موږ ورته خپلې ستونزې وایو او هغوی راسره مرسته کوي."

نا امني د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو او ولسوالیو کې د لوړو پوړو ښځینه چارواکو تر څنګ نورې ډېرې هغه مېرمنې هم ګواښي چې په ټیټو دولتي پوستونو کې کار کوي چې وخت په وخت د دوی په وړاندې د تاوتریخوالي راپورونه هم خپاره شوي دي.

که څه هم اوس‎مهال ولایتونو او ولسوالیو کې د ښځینه چارواکو شتون کم دی خو د سمیه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي چې وروستیو کلونو کې د ښځو ظرفیتونه لوړ شوي او هڅې روانې دي چې سیمه ییزو ارګانونو کې د ښځینه کارکوونکو شمېر زیات شي.

د دې ادارې ویاندې منیره یوسف‎زاده د پنجشنبې په ورځ د دغې ادارې د فعالیتونو د یو کلن راپور د تشریح پر مهال په یوې ناسته کې وویل، اوس‎مهال د سیمه ییزو ادارو په تشکېلاتو کې د ښځو ونډه ۱۶ فیصده ده چې زیاتولو ته یې تدابیر نیول شوي دي.

اغلې یوسفزاده دا هم وویل چې په سیمه ییزو دولتي ادارو کې د ښځو د ونډې پر زیاتېدو سربېره،سږ کال په ولایتي شوراګانو کې هم د ښځو د رهبرۍ ونډه زیاته شوې ده.

یوسف زاد: د سیمه ییزو ادارو په تشکېلاتو کې د ښځو ونډه ۱۶ فیصده ده
یوسف زاد: د سیمه ییزو ادارو په تشکېلاتو کې د ښځو ونډه ۱۶ فیصده ده

نوموړې وویل:

"د ولایتي شوراګانو د مشرتابه پلاوي انتخابات په ټولو ولایتونو کې یوځای ترسره شول چې په نتیجه کې یې ۱۰ سلنه ښځې د رهبرۍ کچې ته راغلي. یوه ښځه د فراه د ولایتي شورا د رئيسې په توګه، په تخار او لوګر ولایتونو کې د ولایتي شورا د مرستیالانو په توګه او نورې د دې شوراګانو د منشیانو په حیث انتخاب شوي دي."

د سیمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي، ځینې ښځې په ولسوالیو کې د لږو تنخواګانو او ځینې د امنیتي ستونزو له امله نه حاضرېږي چې کار وکړي.

دا اداره دا هم وايي، د امنیتي وضعیت د ښه کېدو لپاره امنیتې ارګانونو هڅې تېزې کړي او تمه ده چې په ټولو ولسوالیو کې د ښځو لپاره د کار کولو اسانتیاوې زیاتې شي.

XS
SM
MD
LG