د لاسرسي لېنکونه

ولسمشر غني د ۲۰۷م ظفر قول اردو قوماندان جنرال محي‎الدین غوري د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ.

ښاغلي غني د جنازې له مراسمو وړاندې په خپلو خبرو کې ژمنه وکړه چې د جنرال محي‎الدین غوري پر کورنۍ سربېره د هغو ځواکونو له کورنیو سره لازمه مرسته وکړي چې د دندې پر مهال وژل شوي دي.

ولسمشر غني دغه‌شان د جنرال غوري خدمتونه او مېړانه وستایله.

د ولسمشر غني سربېره د کابینې یو شمېر غړو او د ملي شورا ځینو استازو هم د جنازې په مراسمو کې ګډون کړی وو.

جنرال غوري د سې شنبې په ورځ په بادغیس کې هغه مهال ووژل شو چې د مسؤلینو په وینا الوتکه‌یې د تخنیکي ستونزو له امله رانسکوره شوه.

XS
SM
MD
LG