شرمیلا د کندهار ښار خیتځ ته په زړو بلاکونو کي په یوه کوچني او تیاره کور کې د خپل معیوب خاوند سره ژوند کوي.
د افغان ځواک دغه پخوانۍ انجینرې چې هوايي پروازونو کې يې هم برخه اخېستې په مسکو، ترکیې او نوي ډیلي کې فني زدهکړي کړي خو اوس خلکو ته د سوال لاس غځوي او یوه نیمه ګوله ډوډۍ پیدا کوي.
شرمیلا وايي، د بګرام، کابل او کندهار په هوايي ډګرونو کې يې دندې ترسره کړي دي، خو اوس د دولت او خلکو له پامه غورځېدلې او په خورا سختۍ کې ژوند کوي.
شرمیلا وايي اوس یوازې یوه واده شوې لور لري او دوه زامن يې چې کلونه مخکې په پاکستان کې نیول شوي وو د روان کال په سېپټمبر میاشت کې د هغه هېواد د پوځ لهخوا اعدام شول.
نوموړې وايي:
"د یوې انجنیرې دا حالت دی، سؤال کوي په کورونو ګرځي موږ چې ۳۰ کاله وطن ته خدمت وکړ، دولت وغورځولو، هېر یې کړو."
د شرمیلا خاوند عبدالمالک هم یو پخوانی نظامي دی هغه اوس په پښو معیوباو ولاړیدای نهشي.
هغه وايي، د پخواني ولسمشر ترکي حکومت په دوران کې يې په مسکو کې تر پوځي زدهکړو وروسته لومړی استخباراتي مأموریت په پاکستان کې پیل کړ چې وروسته هلته ونیول شو او د ۱۸ کلونو بند او شکنجو وروسته ازاد خو د ده هرکلي ته راغلي دوه ځوان زامنيې د دغه هېواد د استخباراتو لهخوا ونیول شول.
شرمیلا او عبدالمالک که څه هم په خورا افتخار او خاص غرور سره په وسلهوال پوځ کې هېواد ته د خدمت خاطرې بیانوي خو د دوی ناتوانه اقتصاد دوی مجبوره کړي چې د یوې ګولې ډوډۍ پیدا کولو لپاره په ښار او کوڅو کې خلکو ته د سؤال لاس وغځوي.
راپور : محمدصادق رښتینی