د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۴

پر ټولنيزو رسنيو د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ضد کمپاین


په ټول افغانستان کې د نوومبرله ۲۵مې راهيسې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پر ضد ۱۶ ورځنی کمپاين پيل شو چې د ډسمبر تر ۱۰مې به دوام وکړي، پر ټولنيزو رسنيو هم افغانانو دغه کمپاين ته هرکلی وکړ.

دا نړیوال کمپاین تر دې عنوان لاندې چې "د ښځو په وړاندې د تشدد د مخینوي لپاره متحد شئ او نړۍ ته نارنجي رنګ ورکړئ" پیل شوی دی.

د ملګرو ملتونو د وېب‎پاڼې د معلوماتو له مخې، د کمپاين لپاره نارنجي رنګ له تاوتريخوالي پرته او روښانه راتلونکي د سمبول په توګه انتخاب شوی دی.

دغه کمپاين د نارنجي کمپاين په نوم هم يادېږي او له فعالانو او حکومتونو غواړي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنیوي سره اړوند مسائل روښانه کړي او دا کار نه‌يوازې هر کال د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي له‎منځه وړلو په نړیواله ورځ وکړي بلکې هره مياشت‌يې وکړي.

له دې سره چې په هېواد کې هره ورځ د ښځو پر ضد د تاوتريخوالي پېښې ليدل کېږي، افغانان هم په دغه کمپاين کې برخه اخلي.

له دې سره په ټولنيزو رسنيو لکه فېسبوک کې هم ډېری افغانانو خپل پروفايل عکسونه په نارنجي رنګ او ډلې چې وايي:

"زه له ښځو او نجونو سره تاوتریخوالي ته نه وايم."

په دې اړه چې د نورو طريقو تر څنګ د ټولنيزو رسنيو له لارې داسې کمپاينونه ګټه کوي او که نه، د ښځو د حقونو فعاله الاهه ولي‌زاده پر خپله فېسبوک پاڼه لیکي:

"د ټولنيزو رسنیو له لارې دغه کمپاين په بشپړه توګه مرسته کوي. زه فکر کوم ډېر خلک د دې کمپاين په اړه او یا هم د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په اړه د ټولنيزو رسنیو له لارې خبر شول. خو زه پوهېږم هر یو چې د دې کمپاين په اړه ټويټ کوي يا لیکل کوي، په بشپړه توګه د دې کمپاين ملاتړ نه‎کوي او دا خبره د ګڼ شمېر افغان سړو په اړه ريښتيا ده. ځينې د دې کمپاين ملاتړ ځکه کوي چې ځان وبرېښوي. دوی وايي يو څه او په عمل کې بل څه کوي."

دا وايي، د کورني تاوتريخوالي په مواردو کې بايد ډېر نور څه عملي وکړای شي تر دې چې پر ټولنيزو رسنیو تکيه وشي.

د ښځو د حقونو یوه بله فعاله سميرا حمیدي په همدې اړه پر فېسبوک داسې ليکلي:

"زه فکر کوم د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو دفتر سمبوليک کارونه کوي او ډېری کارونه‌یې د خپل شهرت لپاره دي چې نور فنډونه جلب کړي. دوی د افغانستان د ښځو چارو وزارت سره له کلونو راهیسې مرسته کوي خو د دې وزارت ظرفیت اوس هم کم دی او د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي له‌منځه وړلو لپاره‌يې ډېر کم اقدامات کړي دي. د ملګرو ملتونو کارونه تل سمبولیک او بيوروکراټيک وي او لږ اغېز لري."

د فېسبوک يو شمېر نور کاروونکي بيا وايي، يوازې زده‎کړې او د قانون کلک تطبيق کولای شي په افغان ټولنه کې هغه تغیيرات راولي چې په چټکۍ سره ورته اړتيا ده ځکه دا تاوتريخوالی اوس د افغانانو د ورځني ژوند برخه ګرځېدلی او خلک داسې فکر کوي تشدد عادي خبره ده.

د ښځو پر وړاندې د تشدد پر ضد د ملګرو ملتونو د کمپاين د معلوماتي پاڼې په وينا، په نړۍ کې د عامه پوهاوي داسې کمپاينونه ډېری وختونه بريالي ثابتيږي ځکه دا کمپاينونه د خلکو د زړونو او ذهنونو پر بدلولو تمرکز کوي.

XS
SM
MD
LG