د لاسرسي لېنکونه

پر کابل ښار د تېرې شپې د توغندیو برید تلفات نه‌لرل.

د راپورونو له مخې تېره شپه دوه توغندي د پل محمود خان او د کابل له مسلخ سره ولګېدل.

د کابل امنیه قوماندان عبدالرحمان رحیمي وویل چې په دې پېښه کې چاته د سر زیان نه‎دی اوښتی.

د توغندیو د دې ډزو مسؤلیت تر اوسه چا په غاړه نه‌دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG