د لاسرسي لېنکونه

د ظفر ۲۰۷م قول اردو قوماندان جنرال محي‎الدین غوري جنازه به نن په هرات کې خاورو ته وسپارل شي.

تمه ده چې په دې مراسمو کې به یو شمېر پوځي او ملکي افغان چارواکي برخه واخلي.

جنرال غوري د سې شنبې په ورځ بادغیس کې د هلیکوپټر د غورځېدو په پېښه کې وفات شو.

طالبانو ویلي دي چې دا الوتکه دوی ویشتلې ده خو د افغانستان حکومت وايي چې د تخنیکي ستونزو له امله دې هلیکوپتر سقوط وکړ.

XS
SM
MD
LG