د لاسرسي لېنکونه

د اوپېک یا د تېلو د سترو صادرونکو هېوادونو وزیرانو موافقه وکړه چې د خپلو تېلو صادرات به د ورځې یو اعشاریه دوه میلیونه بېرله کم کړي.

د چهارشنې په ورځ ویانا کې د اوپېک د ۱۵ غړو هېوادونو وزیرانو دا پرېکړه د دې لپاره وکړه چې د تېلو بیه په نړیوالو بازارونو کې لوړه شي.

روسیې او د تېلو یو شمېر نورو مهمو صادرونکو هېوادونو هم منلې ده چې خپل صادرات به راښکته کړي.

دغه هېوادونه د اوپېک غړي نه‎دي.

د قطر د تېلو وزیر او د اوپېک مشر محمد صالح الساده وویل:

"خوشاله یم چې دا خبر درکوم چې روسیې تیاره ژمنه کړې ده چې هره ورځ به د تېلو ۳۰۰ زره بېرله صادرات کموي. یو شمېر نورو هېوادو هم ژمنې کړې دي او موږ د یوې غونډې بلنه ورکړې ده چې دغه ژمنې په‎کې نهایي شي."

د دې موافقې له اعلان سره د نړۍ بازارونو کې د اومه تېلو بیه په ۱۵ دقیقو کې له اتو فیصدو نهو فیصدو ته لوړه شوه.

XS
SM
MD
LG