د لاسرسي لېنکونه

د سوریې حکومت وایي، په حلب کې یې یوه بله سیمه په بشپړ ډول له یاغیانو نیولې ده.

د حکومت مخالف وسله‎وال د حکومت دغه ادعا ردوي او خبرداری ورکوي چې د روسي پلوه ظالم حکومت پر ضد به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

ولسمشر بشارالاسد ته وفاداره ځواکونو پرون وویل چې دوی د حلب ختیځ کې د شیخ سعید سیمه ټوله لاندې کړې ده.

بل لور ته په بریتانیا کې مېشته د سوریې د بشري حقونو د څار ډله د یاغیانو په وینا خبر ورکوي چې لا هم د شیخ سعید درېیمه برخه له دوی سره ده.

د تېرې اوونۍ د جګړې پر مهال د حلب په ختیځ کې درېیمه برخه سیمه حکومتي ځواکونو ونیوله، دا سیمه له ۲۰۱۲ میلادي کال راهیسې د یاغیانو په لاس کې وه.

د سوریې د بشري حقونو څار ډله وایي چې پرون د حلب ښار په مرکزي سیمه کې روسي الوتکو درنه بمباري وکړه چې په‎کې لږ تر لږه ۴۵ ملکیان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG