د افغانستان حکومت خبرداری ورکړ، که د ترورېزم ملاتړي هېوادونه افغانستان کې د یاغیانو له ملاتړه لاس وانهخلي، د دغو هېوادونو پر ضد چې یې څه په وس کې وي، دریغ بهیې نهکړي.
د افغانستان حکومت وایي، ټول پوهېږي چې کوم هېواد په سیمه کې د ترهګرو ملاتړ کوي، د ارګ په وینا دغه هېواد باید د یاغیانو له ملاتړه نور لاس واخلي.
د حکومت اشاره د پاکستان لور ته ده چې بیا-بیا د افغان چارواکو او نړیوالو له لوري د ترورېزم په ملاتړ تورن شوی دی.
د افغانستان ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي ازادي راډیو ته وویل چې پر ټولو لارو چارو غور شوی دی.
دی وايي:
"د افغانستان حکومت له ځمکنۍ بشپړتیا نه د دفاع لپاره او د ترورېستي ډلو د جګړې لپاره له خپلو ټولو شته امکاناتو ګټه اخلي او کوم هېوادونه چې د دې ډلو تر شا دي، باید پوه شي چې له افغانستان سره ټول اختیارات د مېز پر سر دي."
مرتضوي د پاکستان نوم وانهخیست خو افغان حکومت پخوا بیا-بیا پاکستان تورن کړی دی چې له ترهګرو سره په مبارزه کې یې خپله ژمنه نهده پر ځای کړی.
تر دې مخکې پرون ولسمشر اشرف غني د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا له سرپرستې استازې لارل میلر سره په کابل کې وکتل او ویېویل، که دغه تحمیلي جګړه دوام وکړي، موږ به د خپل هېواد او خلکو پر دفاع سربېره په نورو بدیلو لارو غور او اقدام وکړو.
د مالیزیا د ملایا پوهنتون د سیاسي علومو پخوانی استاد نصیر احمد جلالي د ولسمشر غني د دې خبرداري په اړه ازادي راډیو ته وویل:
"ښايي د ولسمشر هدف همدا وي چې پاکستان کې د پاکستان مخالف قوتونه تقویت کړي، دا که په بلوچستان کې وي، که پښتونخوا کې وي، که قبایلي سیمو کې وي او یا به دا وي چې د امریکا نوي ولسمشر ډونالد ټرمپ ښايي د افغانستان حکومت ته دا ډاډ ورکړی وي چې کومه تګلاره چې په راتلونکي کې د پاکستان پر ضد پلي کوي، د هغې به پلوي وکړي."
افغانستان په دې باور دی چې د طالبانو شورا له کوټې فعالیت کوي او د دوی پخوانی مشر ملا محمد عمر هم کراچۍ کې مړ شوی.
د طالبانو بل مشر ملا اختر محمد منصور بیا ښکاره د پاکستان دننه د روان کال په غبرګولي کې ووژل شو چې له دې سره د افغان لوري باور پر دې نور هم زیات شو چې د پاکستان استخباراتي کړۍ او یو شمېر پاکستاني چارواکي په ښکاره د طالبانو ملاتړ کوي.
خو اسلاماباد تل دا تورونه رد کړې دي او وایي چې د افغانستان امنیت د پاکستان په ګټه دی او د دغه هېواد سولې او ثبات ته ژمن دی.