د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۸:۱۲

پر کابل ښار دوه راکټه توغول شوي


پر کابل ښار د تېرې شپې د توغندیو برید تلفات نه لرل.

د راپورونو له مخې تېره شپه دوه توغندي د پل محمود خان او د کابل له مسلخ سره ولګېدل.

د کابل امنیه قوماندان عبدالرحمان رحیمي وویل چې په دې پېښه کې چاته د سر زیان نه‎دی اوښتی.

د توغندیو د دې ډزو مسؤلیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخېستی.

پخواني:

کابل ښار کې د دوو درنو چاودنو غږ واورېدل شو.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وايي چې دغه چاودنې د راکټونو د لګېدو له امله وې.

ښاغلی صديقي زیاتوي چې یو راکټ د کابل ښار د مسلخ په شاوخوا سیمو کې لګېدلی.

خو په ورته وخت کې د ازادي راډیو خبریال تمیم اخګر چې د پېښې سیمې ته تللی د عیني شاهدانو په حواله وايي چې یو راکټ د پل محمود خان سیمه کې د «خانه نور» پوهنتون تر څنګ د یوه موټر تم‌ځای کې پر دېوال لګېدلی.

دی دغه‌راز زیاتوي چې سیمه د امنیتي ځواکونو له‌خوا کلابنده ده او ورته نښلېدلې لارې د امنیتي ځواکونو له‌خوا تړل شوي او چا ته د نېږدې کېدو اجازه نه‌ورکول کېږي.

ویل کېږي په دغې پېښه کې چا ته زیان نه‌دی رسېدلی.

په ورته وخت کې د دوهم راکټ د لګېدو ځای لاتر اوسه نه‌دی روښانه شوی.

تر اوسه د دغي پېښې مسؤلیت چا په غاړه نه‌دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG