د لاسرسي لېنکونه

د فیډل کاسټرو ايرې به نن د کيوبا له پلازمېنې هاوانا څخه شمال لوېديځ ښار سانټياګو ته يوړل شي.

له سوځول کېدو وروسته د ده ايره پر هغه لاره وړل کېږي چې دی په ۱۹۵۹ میلادي کال کې د واک تر لاسه کولو وروسته پرې تللی و.

د کیوبا د انقلابي مشر فیډل کاسټرو ايرې به د ډسمبر په څلورمه خاورو ته وسپارل شي او کيڼ اړخي لاتين امريکايي مشران او بهرني مشران به په دغو مراسمو کې ګډون کوي.

د سې شنبې په ورځ، لسګونه زره کسان کاسټرو ته د درناوي لپاره د هاوانا د انقلاب چوک ته راووتل او د ولسمشر راول کاسټرو له‌خوا دغه لاریون پای ته ورسېد.

راول کاسټرو د فيډل کاسټرو ورور و او دی یې د عاجزانو يو عاجز انقلابي مشر باله.

فيډل کاسټرو چې پر يو ګوندي کيوبا يې شاوخوا نیمه پېړۍ واکمني وکړه، د تېرې جمعې په ورځ د ۹۰ کلونو په عمر کې مړ شو.

XS
SM
MD
LG