د لاسرسي لېنکونه

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسؤلین وايي چې د بودجې د کمښت له امله نه‌شي کولای د هغو ماشومانو درملنه وکړي چې د زړه په ناروغیو اخته دي.

د دغې ټولنې د روغتیا برخې مشر محمد سلیم بهره‎مند نن کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، د زړه په ناروغۍ شاوخوا شپږ زره اخته ماشومان د انتظار په لېست کې ثبت دي خو د درمنلې لپاره‌یې کافي بودجه نه‌شته.

ښاغلي بهره‎مند له دولت او ټولو ملي پانګه‎والو وغوښتل چې د ماشومانو د درملنې په برخه کې د دوی لاس‎نیوی وکړي.

XS
SM
MD
LG