د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۷

کابل ښاریان، پولیس د جنايي پېښو مخنیوي کې په ناغېړۍ تورنوي


د کابل یو شمېر اوسېدونکي په ښار کې د جنایي جرمونو پر زیاتېدو اندېښمن دي.

د کابل ښار د بېلابېلو برخو اوسېدونکو د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په کابل ښار کې د وژنو، وسله‌والو غلاو او اختطاف پېښې زیاتې شوې دي.

یادو کسانو د پېښو په مخنیوي کې پولیس په ناغېړۍ تورنوي او وايي چې د دوی د بې‌تفاوتۍ له امله ډېر کله د دا شان پېښو په اړه امنیتي مراجعو ته شکایت هم نه‌کوي.

د کابل ښار دوو اوسېدونکو مبین او احسان‌الله په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"په دې وروستیو کې جنایي پېښې زیاتې شوې دي، مثلاً ما لیدلي چې له خلکو نه‌یې موټرونه تښتولي دي، پیسې اخلي او ډېری ځوانان‌یې هم وژلي دي."

"دوه میاشتې وړاندې په مکروریانو کې یو شمېر کسان زما مخې ته ودرېدل، مبایل او پیسې رانه واخیستلې او پر ما یې هم د چړو ګوزارونه وکړل، په دغې پېښه کې سخت ټپي شوی وم، تر اوسه هغه کسان معلوم نه‌شول له حکومت نه مې غوښتنه ده چې د دغو کسانو مخه ونیسي."

دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې کابل ښار په وروستیو اوونیو کې د بېلابېلو پېښو شاهد و.

په تر ټولو تازه پېښه کې د کابل د اوومې امنیتي حوزې د باغ رئیس په ساحه کې د نازیلا په نوم یوه ۱۳ کلنه نجلۍ د خپل عمه د زوی له‌خوا وژل شوې ده.

کابل کې یوه ۱۳ کلنه نجلۍ د خپل عامه زوی له‌خوا وژل شوې وه.
کابل کې یوه ۱۳ کلنه نجلۍ د خپل عامه زوی له‌خوا وژل شوې وه.

د دغې نجلۍ کورنۍ وایي چې لور یې په کابل کې د سلطان راضیې د ښوونځي د لسم ټولګي زده‌کوونکې وه او د دوشنبې په ورځ ښوونځي ته په لاره وژل شوې ده.

تر دې وړاندې بیا د کابل په خیرخانې سیمه کې یو ځوان د نامعلومو کسانو له‌خوا په ډزو ووژل شو.

خو امنیتي چارواکي د کابل ښار وروستۍ پېښه ناموسي وژنه او کورنی تاوتریخوالی یادوي.

عبیدي: دغه پېښې جنایي اړخ نه‌لري.
عبیدي: دغه پېښې جنایي اړخ نه‌لري.

​د کابل د امنیه قوماندانۍ د جنایي جرمونو د څېړنو رئیس فریدون عبیدي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"په کابل ښار کې ځینې پېښې شوي موږ دا منو، خو دغه پېښې جنایي اړخ نه‌لري، د کابل د اوومې ناحیې پېښه چې یوه نجلۍ د خپل عمه زوی له‌خوا وژل شوې کورنی تاوتریخوالی دی، د پېښې عامل نیول شوی او د قانون منګولو ته سپارل شوی همدارنګه د کابل نورې پېښې هم اکثره ناموسي یا هم کورنی تاوتریخوالی دی، خو پولیسو خپل اجرأت کړي او تر ډېره د دغو قضیو عاملین نیول شوي دي او هغه چې نه‌دي نیول شوي د پولیسو له جدي تعقیب سره مخ دي او ډېر ژر به ونیول شي."

خو په ورته وخت کې بیا یو شمېر امنیتي کارپوهان وایي چې په کابل ښار کې د تېرو کلونو په پرتله د جنایي جرمونو پېښې په بې‌ساري ډول لوړې شوې دي.

د امنیتي چارو کارپوه زلمي وردګ ازادي راډيو ته وویل چې په کابل ښار کې د غیر مسؤله وسله‌والو موجودیت د جنایي جرمونو د زیاتېدو عمده لامل دی.

نوموړي زیاته کړه:

"په کابل ښار کې جنایي جرمونه بې‌حده زیات شوي دي او ورځ تر بلې زیاتېږي، د دې لامل دا دی چې په کابل ښار کې اکثرو خلکو سره غیر قانونه وسلې دي، همدغه غیر قانوني وسلې ګرځول د جنایي جرمونو د زیاتېدو عوامل دي."

نوموړي وویل چې په دغو جنایي پېښو کې یو شمېر یې سازماندهي شوي او د مشخصو اهدافو لپاره ترسره کېږي.

وردګ: امنیتي چارواکي باید د جنايي پېښو مخه ونیسي.
وردګ: امنیتي چارواکي باید د جنايي پېښو مخه ونیسي.

ښاغلي وردګ له امنیتي چارواکو وغوښتل تر څو د دغو جنایي پېښو مخنیوی وکړي او کنه نو دا لړۍ به پراخه شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG