د لاسرسي لېنکونه

د پکتیکا والي وايي، یوه کس چې غوښتل‌ یې انتحاري حمله وکړي هدف ته تر رسېدو وړاندې نیول شوی دی.

الیاس وحدت ازادي راډیو ته وویل، یاد کس غوښتل چې د دغه ولایت یو امنیتي چارواکی په نښه کړي.

د مسؤلینو د معلوماتو له مخې یاد کس تېره شپه ناوخته د پکتیکا مرکز ښرنه کې د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی دی.

د یوه بل امنیتي خبر له مخې چې هرات کې یو ایرانی وګړی برمته شوی دی.

د هرات امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالرؤف بې‎نوا ازادي راډیو ته ویلي چې د یادې پېښې په تړاوو یې ۴ کسه نیولي دي.

د نوموړي په خبره برمته شوی کس د یوه ټېلر موټر چلوونکی و چې تېر ماښام له ایرانه هرات ته راغلی و.

XS
SM
MD
LG