د کندهار په نېش ولسوالۍ کې د دوهمې ورځې لپاره د امنیتي ځواکونو او وسلهوالو طالبانو تر منځ جګړه دوام لري.
یو شمېر سرچینې دغه جګړه کې د ۱۴ وسلهوالو او د ۱۸ پولیسو وژل تائیدوي.
د کندهار مطبوعاتي دفتر مسؤل صمیم خپلواک ازادي راډیو ته وویل چې نېش کې د امنیتي ځواکونو او وسلهوالو طالبانو تر منځ د دوهمې ورځې لپاره جګړه دوام لري او سلګونه کمکي سرتېري دغې ولسوالۍ ته رسېدلي.
خپلواک په دغې جګړه کې یوازې د ۱۴ وسلهوالو او یوه پولیس وژل تائیدوي.
خو یوې باوري سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې په شهرک حاجي عالم او شین کارېز سیمو کې پر څلور پوستو د وسلهوالو په حمله کې ۱۸ پولیس وژل شوي او یو شمېر ټپیان دي.
سرچینه زیاتوي په دغې حمله کې د څلورو پوستو د سقوط تائید کوي خو د کندهار مطبوعاتي دفتر مسؤل صمیم خپلواک وايي چې د امنیتي ځواکونو د تلفاتو د مخنیوي لپاره د پوستو موقعیت ته تغییر ورکول شوی دی.
ښاغلی خپلواک زیاتوي:
"پوستو سقوط نهدی کړی موږ د تلفاتو د مخنیوي لپاره ځینې پوستې راټولې کړي او موقعیت ته مو تغییر ورکړی دا چې مخالفینو د پوستو د سقوط خبره کړې دا موږ ردوو."
د سیمې اوسدونکي د نېش جګړه کې د وسلهوالو طالبانو شمېر شاوخوا ۳۰۰ ښیي چې په وینا يې د کندهار د غورک او د ارزګان د یو شمېر ولسوالیو څخه راغلي.
عیني شاهدان وايي چې وسلهوالو طالبانو د مخابراتي شبکو انتنونه هم ویشتلي دي.
بلخوا جنوب کې د ۲۰۵ اتل قول اردو قومانداني وايي چې کندهار، زابل او ارزګان ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو په جلا جلا عملیاتو کې ۳۴ وسلهوال وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.
د ۲۰۵ اتل قول اردو څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه عملیات اوس هم جریان لري او د وسلهوالو طالبانو ځینې وسلې او وسایط هم لهمنځه تللي.
په خبرپاڼه کې د امنیتي ځواکونو د تلفاتو په اړه تبصره نهده شوې.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه د دغو پېښو په اړه څه نهدي ویلي.
راپور: محمد صادق رښتینی