د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۲

د کندز سیمه‌ییز پولیس ادعا کوي چې لازمې سپکې او درنې وسلې نه‌لري


په کندز کې سیمه‌ییز پولیس ادعا کوي چې دوی د سپکو او درنو وسلو او نورو پوځي تجهیزاتو له نشتوالي سره مخامخ دي.

هغه شمېر امنیتي ځواکونه چې د سیمه‎ییزو پولیسو په نوم د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې په کندز ولایت کې د وسله‌والو مخالفینو پر وړاندې فعالیت کوي وايي، وسله‌وال طالبان د دوی په نسبت زیات په سپکو او درنو وسلو سمبال دي.

په دې ولایت کې د سیمه‎ییزو پولیسو یوه قوماندان محمد کریم ازادي راډيو ته وویل چې دوی د دې ولایت په ناامنو سیمو کې د وسله‌والو طالبانو پر وړاندې په سنګرونو کې ناست دي، خو سپکې او درنې وسلې نه‌لري.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ اوس هم د طالبانو پر وړاندې جنګېږو، خو که موږ په سپکو او درنو وسلو سمبال شو او موږ ته هاموې ټانکونه راکړل شي نو له کبله به‌یې طالبانو ته د سر پورته کولو وخت ورنه‌کړو."

په ورته وخت کې د سیمه‌ییزو پولیسو یو بل قوماندان محمد شفیق هم وايي چې د سیمه‌ییزو پولیسو په پرتله وسله‌وال طالبان په پرمختللو سپکو او درنو وسلو سمبال دي.

سیمه‌ییز پولیس: که حکومت وسلې راکړي ډېرې سیمې به تصفیه کړو.
سیمه‌ییز پولیس: که حکومت وسلې راکړي ډېرې سیمې به تصفیه کړو.

دغه قوماندان وايي، که چېرې حکومت دوی په سپکو او درنو وسلو سمبال کړي نو ډېر ژر به تر خپل کنټرول لاندې سیمې د طالبانو له شتون څخه تصفیه کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"دښمن زموږ پر وړاندې هر ډول وسلې کاروي ځکه هغوی په سپکو او درنو وسلو باندې سمبال دي، خو موږ یوازې کلاشنیکوف په اختیار کې لرو او له خپلو سیمو څخه دفاع کوو."

بل‎خوا د کندز امنیه قوماندانۍ د امینت امر محمد معصوم هاشمي بیا وايي چې سیمه‎ییز پولیس د ملي پولیسو په شان د هر ډول پوځي امکاناتو څخه برخمن دي، خو هڅې روانې دي څو د دغو ځواکونو شته ستونزې هم هوارې شي.

هاشمي: هڅه کوو چې د دوی ستونزې هوارې کړو.
هاشمي: هڅه کوو چې د دوی ستونزې هوارې کړو.

نوموړي زیاته کړه:

"زه همدا اوس په یوه امنیتي پوسته کې یم، څو د دوی ستونزې له نېږدې وګورم او هغه حل کړو، موږ په کافي اندازه مهمات لرو او زموږ ډیپوګانې ډکې دي او یوازې د البسې په برخه کې ستونزې شته چې هغه هم ډېر ژر رارسېږي او په رارسېدو سره به‌یې هم د ملي پولیسو او هم د سیمه‎ییزو پولیسو ستونزې هوارې شي."

د یادولو وړ ده چې له ۲۰۱۰ میلادي کال راپه دې‌خوا سیمه‎ییزو پولیسو د کورنیو چارو وزارت په چوکات کې د کندز ولایت سربېره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو پر ضد خپل فعالیت پیل کړي او اوس‌مهال د کندز په ولسوالیو کې او مرکز کې د جګړې په لومړۍ کرښه کې د وسله‌والو طالبانو پر وړاندې جنګېږي.

دغه امنیتي ځواکونه وايي، که چېرې د دوی ستونزو او غوښتنو ته په وخت سره پاملرنه وشي، نو ډېر ژره به ګڼې سیمې د طالبانو له شتون څخه تصفیه کړي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG