د لاسرسي لېنکونه

د افغان حکومت اجرائیه رئیس د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان جنرال محي‌الدین غوري د وژل کېدو له کبله خواشینې ښودلې ده.

له اجرائیه ریاسته په دې اړه په خپرې شوې خبرپاڼه کې د عبدالله عبدالله له قوله ویل شوي چې جنرال غوري اتل و او د هغه مړینه لویه ضایعه ده.

د جنرال محي‌الدین غوري الوتکه تېره ورځ په بادغیس کې د ترکمنستان پولې ته نېږدې د چارواکو په خبره د تخنیکې ستونزې له کبله نسکوره شوه.

له دې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني هم د جنرال محي‌الدین غوري د وژل کېدو له کبله ژوره خواشینې ښوولې وه.

XS
SM
MD
LG