د لاسرسي لېنکونه

ټاکل شوې د هوانوردۍ ملکي ادارې د هوا پېژندنې برخې ۱۱ کارکوونکي د تخصصي زده‎کړو لپاره ترکیې ته واستول شي.

له دغې ادارې څخه په خپرې شوې خبرپاڼه کې د هوانوردۍ د عملیاتي چارو د مرستیال شاه محمود حبیبي له قوله ویل شوي چې د دغه پروګرام هدف د یادو کارمندانو د مسلکي ظرفیت لوړول دي.

په اعلامیه کې همداراز راغلي چې یاد کسان به تر تخصصي زده‎کړو وروسته له نړیوالو معیارونو په مطابقت کې د هېواد په هوايي ډګرونو کې خپلې دندې پر مخ یوسي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې ترکیې ته تلونکي کسان له بېلابېلو ولایتونو څخه انتخاب شوي دي.

XS
SM
MD
LG