د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۸

سرنوشت: طالبان باید ثابته کړي چې ملي پروژې کومې دي؟


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې له پراختیايي او ټول ګټو پروژو څخه د طالبانو د ملاتړ په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، طالبان باید ثابته کړي چې ملي پروژې کومې دي؟

په سرمقاله کې راغلي، طالبانو په یوې تازه اعلامیه کې ویلي چې افغانستان کې د ټولو ملي پروژو ملاتړ او ساتنه کوي، خو سرمقاله لیکونکي پوښتنه مطرح کړې چې ایا رېښتیا هم طالبانو په جګړه کې دغه اصل مراعت کړی دی که نه؟

سرمقاله لیکونکی لیکي: طالبانو په تېرو ۱۰ کلونو کې زیاتره لویې لارې چې میلیونونه ډالره پرې لګول شوي دي، د سړک غاړې ماینونو، د تیلو د ټانکرونو په سوځولو او د نورو بېلابېلو تخریبي اعمالو په واسطه ویجاړې او له کاره وغورځولې.

په سرمقاله کې دغه شان راغلي، طالبانو لوی او واړه پلونه نړولي، د ټول‎ګټو پروژو کارکوونکي یې نیولي او په کراتو یې په سلما، کجکي، کمال خان او مچلغو بندونو بریدونه کړي دي.

د سرمقالې لیکوال د طالبانو دې اعلامیې ته د شک په سترګه ګوري وايي چې که طالبانو په واقعیت سره ملي پروژو ته د ملي شتمنیو په سترګه کتلی نو افغانستان به اوس د پراختیايي پروژو په برخه کې ډېر پرمختک کړی وای.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې په دې اړه په خپل یو مطلب کې لیکلي، دا د حیرانۍ اعلان دی، ځکه همدا طالبان او ترهګر دي چې د لویو لارو امنیت یې خراب کړی دی او لویې لارې یې نړولي دي.

د مطلب لیکوال لیکلي، طالبان باید خپله دا خبره په عمل کې ثابته کړي.

په مطلب کې وړاندې راغلي، طالبان دې له پردۍ جګړې لاس واخلي او هغه وسله او بمونه دې له ځانه لېرې کړي چې پرې د دې ملت بچیان وژل کېږي.

سرخط :

سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپل یو مطلب کې لیکلي چې ارګ د طالبانو دې اعلامیې ته د شک په سترګه ګوري.

په مطلب کې د ولسمشرد ویاند د مرستیال شاه حسین مرتضوي په حواله راغلي، په تمه یوچې طالبان دا خبره په عمل کې ثابته کړي او دا وښيي چې ټول ګټې تأسیسات نه ګواښي.

په مطلب کې د دولتي چارواکو په حواله راغلي چې طالبانو په تېرو څو وروستیو میاشتو کې په ۱۱ ولایتونو کې ورانکاري اعمال ترسره کړي دي.

ارمان ملي:

ارمان ملي خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې په دې اړه لیکلي:

د چارو یو شمېرشنونکي په دې باوردي چې په دا شان پراختیايي پروګرامونو کې د پاکستان ګټې هم نغښتې دي نو ځکه پاکستان به طالبانوته دستور ورکړی وي چې د دا شان پروژو له تخریب لاس واخلي.

خو د ارمان ملي د سرمقاله لیکونکي په وینا که طالبان په ریښتینې دا خبره په عمل کې ثابته کړي دا یو ښه اقدام دی او د دوی په ذهنیت کې د پام وړ بدلون ښکارندويي کوي.

XS
SM
MD
LG