د لاسرسي لېنکونه

د "اعماق" په نوم یوې خبري سرچینې چې د اسلام‌پالو ډلو خبرونه خپروي ویلي چې د امریکا اوهایو ایالت کې وروستۍ حمله د داعش "عسکر" کړې ده.

یوه مشکوک سړي د دوشنبې په ورځ د اوهایو دولتي پوهنتون ته نېږدې پر خلکو د چړې وار وکړ او ۱۱ تنه‌یې زخمیان کړل.

"اعماق" خبري اژانس پرون سې‌شنبه د داعش یوې سرچینې په حواله وویل چې دا حمله ځکه شوې چې د داعش پر ضد د نړیوال ائتلاف د غړو هېوادونو پر وګړو د برید غږ شوی دی.

د راپورونو پر بنسټ حمله یوه ۱۸ کلن سړي کړې چې سومالیا کې زېږېدلی او عبدالرزاق علي ارتان نومېږي.

هغه زده‎کونکی دی او ویل کېږي چې یو شمېر کسان‌یې په موټر هم وهلي دي.

د اوهایو پولیسو په دې اړه د ترورېستي حملو لپاره ځانګړې څېړنې پیل کړي دي.

XS
SM
MD
LG