د لاسرسي لېنکونه

رادمنش: طالبان دې پر ټولګټو پروژو له تفکیکه پرته حملې بندې کړي


محمد رادمنش

محمد رادمنش

د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي، وسله‌وال طالبان باید پر ملي او ټولګټو پروژو له تفکیکه پرته، حملې بندې کړي.

د دې وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش پرون سې‌شنبه ازادي راډیو ته وویل چې د ملي ګټې پروژو کې باید فرق ونه‌شي.

محمد رادمنش زیاته کړه:

"که دا کار وکړي نو ښه تر ښه خو که داسې وي چې یوه سیمه د ملي ګټو په نوم ساتل کېږي او پر بله حملې کوي، نو په خبرو کې به‌یې تناقض څرګند کړي."

وسله‌والو طالبانو پرون اعلان وکړ چې تر دې وروسته به پر ټولګټو پروژو حملې نه‌کېږي.

XS
SM
MD
LG