د لاسرسي لېنکونه

شووېګو: افغانستان کې د افراطي ډلو فعالیت نړیوال امنیت ګواښلی


د روسیې دفاع وزیر سرګي شووېګو

د روسیې دفاع وزیر سرګي شووېګو

د روسیې دفاع وزیر سرګي شووېګو ویلي چې په افغانستان کې د داعش او جبهه‌النصره په څېر افراطي وسله‌والو ډلو فعالیت نړیوال امنیت له جدي ګواښ سره مخامخ کړی دی.

د روسیې خبري اژانس ایټرټاس په حواله، سرګي شوویګو دا خبرې پرون سې‌شنبه د ازبکستان له دفاع وزیر کابل بردییف سره کړي دي.

سرګي شووېګو له دې اندېښنه څرګنده کړې چې داعش او جبهه‌النصره ډله په افغانستان کې زیاتې وسلې او نور امکانات لري او په وسله‌والو حملو کې له نویو تاکتیکونو څخه کار اخلي.

خو د افغانستان حکومت په مکرر ډول ویلي چې د داعش وسله‌وال په څو محدودو سیمو کې فعال دي او پر ضد يې شدیده مبارزه روانه ده.

XS
SM
MD
LG