د لاسرسي لېنکونه

ارګ: وسله‌والو حملو څه باندې ۲ میلیارده افغانۍ مالي زیان اړولی


د جمهوري ریاست مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي

د روان کال له پیل راهیسې د وسله‌والو طالبانو د حملو له امله د افغانستان دولت او خلکو ته څه باندې دوه میلیارد افغانۍ مالي تاوان رسېدلی دی.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي پرون سې‌شنبه ازادي راډیو ته وویل:

"په وروستیو میاشتو کې طالبانو په ۱۱ ولایتونو کې ۳۰۲ ښوونځي، ۴۱ روغتیايي مرکزونه، ۵۰ جوماتونه او د خلکو تر ۵۰۰۰ زیات کورونه ویجاړ کړي دي. هغوی په مجموع کې خلکو او دولتي تأسیساتو ته دوه میلیارده افغانۍ زیان رسولی دی."

وسله‌والو طالبانو پرون سې‌شنبه یوه اعلامېه خپره کړه او ويې‌ویل چې پر عام‌المنفعه پروژو به حملې نه‌کوي.

خو د افغانستان حکومت په دې اړه شک څرګند کړی چې وسله‌وال طالبان به خپلې دې خبرې ته متعهد پاتې شي.

XS
SM
MD
LG