د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۰

واشنګټن ټایمز د افغان ځواکونو د توان په اړه مقالې خپرې کړي


د واشنګټن ټایمز ورځپاڼه لیکي، افغان ځواکونه د دې توان نه ‎لري چې هغه سیمې چې په تېرو څو میاشتو کې طالبانو نیولي دي، د امریکایي ځواکونو له پراخ حضور پرته، بېرته ونیسي.

ورځپاڼه د یوه څېړنېز مرکز د څېړنې له مخې دا خبره کوي او زیاتوي، په تېرو دوو میاشتو کې طالبانو او داعش پر امریکایي، افغان او ائتلافي ځواکونو بریدونه زیات کړي چې په ترڅ کې یې ۲۵ بهرني ملکیان او پوځیان یا وژل شوي او یا هم ټپیان شوي دي.

د واشنګټن ټایمز په وینا دغو بریدونو افغان او د هغوی امریکایي ملاتړي دې ته هڅولي دي چې د شفق دوه په نوم عملیات د طالبانو او داعش پرضد د ژمي په درشل کې پيل کړي، په داسې وخت کې چې د جګړو موسم نه دی.

شفق دوه عملیات د تېرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې پیل شول.

د واشنګټن ټایمز په واشنګتن کې د یوه غیر انتفاعي څېړنېز مرکز د څېړونکو په وینا لیکي چې دا عملیات تر هغو ډېر اغېز نه شیندي چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر زیات نه شي.

په افغانستان کې شاوخوا ۸۴۰۰ امریکایي ځواکونه شته.

د ورځپاڼې په باور د امریکا د نوي منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ دریځ د افغانستان د جګړې په اړه روښانه نه دی، خو متقاعد جنرال ډیویډ پیټرایس چې په افغانستان او عراق کې د امریکایي ځواکونو مشر پاتې شوی دی، ښایي د بهرنیو چارو وزیر وټاکل شي او تازه یې په نیویارک کې له ټرامپ سره خبرې کړې دي.

ریلیف ویب:

د لویدیځ یوې بلې چاپي خپرونې ریلیف ویب چې د مرستې رسولو په اړه راپورونه خپروي، بیا افغانستان ته د ستنو شوېو کډوالو مسئله څېړلې ده.

دغه ویبپاڼه په خپل تازه راپور کې چې په انټرنټ کې یې خپور کړی دی، لیکي:

روان کال افغانستان ته د ستنو شوېو بې اسنادو کډوالو شمېر د تېر میلادي کال د ټولو ستنو شوېو دوه برابره دی.

دغه ویبپاڼه څرګندوي چې له دې بې اسنادو کسانو سره د مهاجرت نړیوال سازمان IOM مرستې پیل کړي دي او کوم افغانان چې د سپین بولدک له لارې افغانستان ته داخلېږي د مهاجرت د نړیوال سازمان غړي له دوی سره ویني او بیا په کندهار کې د دې ادارې مرکز ته معرفي کېږي.

له تېرو دوو اونیو راهیسې چې د مهاجرت نړیوال سازمان په سپین بولدک کې هڅې پیل کړې دي تر یو نیم زر له ډېرو ستنو شوېو سره چې یا په خپله خوښه افغانستان ته راغلي او یا پاکستان شړلي دي، ابتدایي روغتیایي مرستې شوي او د کور وسايل او څه خواړه ورکړل شوي دي.

د ریلیف ویب په وینا د مهاجرت نړیوال سازمان د روان میلادي کال تر پای ته رسېدو مخکې له دغو افغانانو سره د مرستې لپاره له نړیوالو د ۲۱ میلیونه ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده چې تر اوسه یې شاوخوا ۱۰ میلیونه ډالر ترلاسه کړې دي.

XS
SM
MD
LG