د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۸

ټرمپ د ځينو انتخاباتي حوزو د رایو بیا شمېرلو مخنیوي هڅه کوي


د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغې هڅې د کمزوري کولو لپاره کار کوي چې له مخې به یې د ځینو ایالتونو انتخاباتي رایې له سره شمېرل کېږي.

د ویسکانسن چارواکي چمتووالی نیسي چې د ډسمبر پر لومړۍ نېټه د نومبر د اتمې د انتخاباتو رایې په رسمي ډول له سره وشمېري.

د نومبر د اتمې نېټې د ولسمشریو انتخاباتو لومړنیو نتایجو وښودله چې جمهوري غوښتونکي ډونالډ ټرمپ په ویسکانسن ایالت کې د ۲۲۰۰۰ اضافي رایو په اخستلو سره خپلې ډیموکراټي سیالې هېلري کلېنټن ته ماته ورکړه.

اوس ددغه ایالت چارواکي امادګي نیسي چې په رسمي ډول هلته رایې له سره وشمېري.

د بیا شمېرنې هڅه د هېلري کلېنټن په مشرۍ نه کېږي بلکې له دوو مطرحو ګوندونو لکه جمهوري غوښټونکو او ډیموکراټانو پرته د دریم ګوند استازی جیل سټین لخوا کېږي.

جیل سټین د نومبر پر ۲۸ رسماً په پنسلوانیا کې د رایو د بیا شمېرنې غوښتنه کړې ده.

تر دې درې ورځې مخکي یې د ویسکانسن ایالت لپاره هم ورته غوښتنه کړې وه.

ټاکل شوې چې په ویسکانسن کې دا بیا شمېرنه د ډسمبر پر لومړۍ نېټه پیل شي او د مېرمن کلېنټن استازي به دغه بهیر څاري.

د میشیګان تر څنګ دغو دوو ایالتونو ټرمپ ته ډېرې رایې ورکړې چې د انتخاباتي کالجونه د ګټلو لپاره کافي وې.

سره له دې چې مېرمن کلېنټن د شااوخوا دوه میلیونه عمومي رایو په ګټلو سره تر خپل سیال دمخه وه خو په انتخاباتي کالجونو کې ډونالډ ټرمپ وګټل.

ټرمپ سربېره پر دې چې د خپلې بریا دفاع کوي، هغه ادعاوې ناسمي بولي چې وایي، په کالیفورنیا، نیوهمپشایر او ویرجینیا کې جدي درغلۍ شوي دي.

دغه درې سره ایالتونه هېلري کلېنټن ګټلي وه، ټرمپ وایي، د درغلیو د ادعا لپاره شواهد نه دي وړاندې شوي، خو ددغو دریو ایالتونو چارواکو د ټرمپ ادعا ردوي.

سپینه ماڼۍ وایي، په تېرې انتخاباتي سیالۍ کې د پراخو درغلیو په اړه شواهد نشته.

په همدې حال کې ټرمپ پر دې کار کوي چې د خپلې ادارې مهمو څوکیو ته لکه د بهرنیو چارو وزارت، د خزانې او دفاع وزارت لپاره کسان وګماري.

داسي نه ښکاري چې د تېرو انتخاباتو د رایو بیا شمېرنه دې د انتخاباتي کالجونو عمومي نتیجه اغېزمنه کړي.

ټاکل شوې د راتلونکي کال د جنورۍ په ۲۰ مه منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ لوړه پرځای کړي او خپله دنده رسماً پیل کړي.

XS
SM
MD
LG