د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۱

اروپايي ټولنه د افغانستان د خودکفایۍ په هدف «ATEG» پروګرام تمویلوي


اروپايي ټولنه د خودکفايۍ په برخه کې له افغانستان سره د مرستې او ملاتړ په هدف د «اقتصادي پياوړتیا او سیمه‌ییزې همکارۍ لپاره د سوداګرۍ پروګرام» یا «ATEG» تمیلوي.

د منځنۍ اسیا سره د ریل پټلۍ له لارې د افغانستان له وصلېدو سره یوځای اروپايي ټولنه د نړیوال سوداګریز مرکز په تخنیکي مرسته د داسې پروګرام د پیلېدو خبره کوي چې په باور یې د افغانستان د صادراتو له پراختیا سره به مرسته وکړي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر فرانس مایکل مېلېبن د سې شنبې په ورځ د اقتصادي پیاوړتیا او سیمه‌ییزو همکاریو لپاره د سوداګرۍ تر نوم لاندې جوړې شوې غونډې ته وویل چې د دې پروګرام پر اساس به د اصلاحاتو تر څنګ ګڼو نورو برخو ته کار وشي.

نوموړي زیاته کړه:

"د سوداګرۍ د نړیوال سازمان یا «WTO» سره یوځای کېدل د دې پروګرام د تمرکز یوه مهمه برخه ده، دا د زیاتو اصلاحاتو راوستلو لپاره یو ښه فرصت دی چې د سوداګرۍ سکټور ته د مخته تګ اجازه ورکوي، ډېرې کاري زمینې پیدا کوي او پر ځان د بسیاینې پر لور د حکومت له هدف سره مرسته کوي."

اروپايي ټولنه وايي، دا درې کلن پروګرام دی چې له څلورنیم میلیونه یورو څخه ډېر لګښت لري او د سوداګرۍ نړیوال مرکز له لوري به په افغانستان کې پلی شي.

د سوداګرۍ نړیوال مرکز د کوچنیو سوداګریزو چارو ملاتړ کوي تر څو سوداګر نړیوالو بازارونو ته اسانه لاسرسی ولري او نورو ته د کار لا ډېره زمینه برابره شي.

په کابل کې د دې مرکز مسؤلین وايي چې د دې پروګرام له مخې د پالېسیو غني کولو، د صادراتو ملي ستراتیژي طرحې او تدوین، د موادو د تولید سټنډرډونو جوړولو، په ادارو کې ظرفیت جوړولو او ځيني نورو چارو ته کار کېږي.

دا پروګرام د اوسپنې پټلیو له لارې د ترکمنستان او چین او د چابهار بندر له لارې د هندوستان او ایران سره د افغانستان له وصلېدو سره یوځای پیلېږي.

په همدې حال کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزیر همایون رسا دا د اروپايي ټولنې له‌خوا یو پر ځای اقدام بولي او هیله لري چې په افغانستان کې به د کارموندنې او سوداګرۍ په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنه ولري.

اروپايي ټولنه د افغانستان د خودکفایۍ په هدف «ATEG» پروګرام تمویلوي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:23 0:00

نوموړي زیاته کړه:

"زما په نظر د دې پروژې پیلېدل پر وخت شوي، تر څو له افغان حکومت سره د اقتصادي پیاوړتیا، د اړتیا وړ کارونو په ترسره کېدو، د پالېسیو او ستراتیژیو د تدوین او اجرا په برخه کې مرسته وکړي."

د سوداګرۍ وزارت چارواکي وايي چې په ځينو برخو کې د ظرفیت د نشتوالي له امله سیمه‌ییزه سوداګري او قراردادونه زیانمن شوي، معیارونو ته نه‌پاملرنې د هېواد ځيني تولیدات له صادراتو غورځولي او بالاخره د صادراتو لپاره د ملي ستراتیژۍ نشتوالي د سوداګرۍ د بیلانس کسر ټیټ کړی دی.

دوی وايي چې افغانستان دا مهال تر ټولو ډېر همداسې یوه هڅونکي پروګرام ته اړتیا لري چې له پلي کېدو سره‌یې کېدای شي د بې‌وزلۍ او ناامنۍ ګراف هم ټيټ شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG