د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله نن په کابل کې د ځوانانو د پارلمان له غړو سره کتلي او هغوی ته یې ډاډ ورکړی چې ستونزي به یې له وزیرانو او ولایتي مقاماتو سره شریکي کړي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم نن ازادي راډيو ته وویل چې د ځوانانو د پارلمان غړو په نننۍ لیدنه کې اجرائیه رئیس ته د خپلو فعالیتونو، ستونزو او وړاندیزونو په اړه معلومات ورکړي او په اړوندو برخو کې یې د حکومت د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

اجرائیه رئیس همدارنګه په دې لېدنه کې ویلي چې د دغه پارلمان جوړېدل مرسته کوي چې د خلکو اصلي ستونزي او وړاندیزونه د ځوانانو له لارې تر حکومتي مسؤلینو ورسيږي او په اړه یې لازم اقدامات وشي.

په دې لېدنه کې اجرائیه رئیس د ځوانانو پارلمان غړو ته ډاډ ورکړی چې وخت پر وخت به ورسره ناستې کوي او د هغوی ستونزي به له نږدې اوري، څو لازمې حل لارې ورته ولټول شي.

XS
SM
MD
LG