د لاسرسي لېنکونه

ازبکستان وایي، پلان نه‌لري چې د مسکو په مشرۍ د یورو ایشیا اقتصادي اتحادیې سره یوځای شي.

په دغې اتحادیې کې ارمنستان، بیلاروس، قزاقستان، قزغستان او روسیه شامل دي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو د برخې مرستیال په تاشکند کې خبریالانو ته ویلي چې ازبک متخصصین دې نتیجه ته رسیدلي چې له دغې اتحادیې سره یوځای کیدل به ازبکستان ته کومه ګټه ونه‌رسوي او ان په ځینو برخو کې به ښایې زیانونونه ور ورسوي.

دی وایي، د ډیسمبر د څلورمي نېټې د ولسمشرۍ انتخاباتو لپاره څلورو کاندیدانو ویلي چې د دوی بهرنۍ پالیسۍ به د هغو لارو مخته وړي چې د لومړني ولسمشر اسلام کریموف له‌خوا ټاکل شوي وې.

د سېپټمبر پر دوهمه نېټه د کریموف د مړینې اعلان د دې سبب شو چې په هغه هېواد کې له وخته مخکې ولسمشرۍ انتخابات وشي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هڅه کوي چې د یورو ایشیا اقتصادي اتحاديې څخه په استفادې د پخواني شوروي اتحاد پر هېوادو د مسکو نفوذ ډېر کړي او د اروپایي اتحادیې او ناټو سره مقابله وکړي.

XS
SM
MD
LG