د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري افغانستان کې د کډوالو د ژوند په اړه اندېښنه څرګندوي، وايي چې له استنثايي مواردو پرته د دوی ډېری حقوق تر پښو لاندې شوي دي.
افغانستان کې د دغې ادارې د حقوقي برخې کمېشنره الیزابته برومت وايي، د کورنیو بېځایه شویو او راستنېدونکو کډوالو لپاره په لیکلي شکل ښه پاملرنه موجوده ده خو ژمنې، پالېسۍ او قوانین بیا په حقیقت او تطبیق کې بل ډول دي.
د ملګرو ملتونو کمېشنرې اغلې برومت دا څرګندونې د سې شنبې په ورځ په افغانستان کې د کډوالو د ادغام لپاره د ګډ مسؤلیت تر نامه لاندې جوړې شوې غونډې ته وکړې.
نوموړې وویل:
"هغه څه چې مهم دي د کورنیو بېځایه شویو لپاره پالېسي ده چې د هغوی ډېرې قانوني ستونزې منعکسوي، په دې برخه کې د کډوالو د روغتیا، زدهکړو، اوسېدو او نور حقونه واضح شوي خو دا په واقعیت کې بل څه دي په داسې حال کې چې دا پالېسي په حکومت باندې ډېر لومړني مسؤلیتونه ږدي."
هغه وايي چې د بېځایه شویو کورنیو بېرته اصلي ځایونو ته پر لېږد ټینګار، د بېځایه شویو سره د پولیسو او چارواکو چلند او د هغوی وضعیت د کډوالو لومړنۍ اندېښنې دي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د کډوالو د دغو ستونزو د حل په خاطر په ګډو هڅو او کړنو ټینګار کوي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې دغې ادارې په افغانستان کې د کډوالۍ په ډېرېدو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې که د افغان کډوالو لپاره نړیوالې مرستې ډېرې نهشي ممکن یو بشري ناورین رامنځته شي.
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې سږ کال په هېواد کې د کورنیو بېځایه شویو شمېر شاوخوا یو میلیون ته رسېږي او په همدې اندازه نور له پاکستان او ایرانه هېواد ته راستانه شوي دي.
د دغه وزارت د پلان او پالېسي مرستیال فضل احمد عظیمي ازادي راډيو ته وویل چې حکومت له دوه کلونو راهیسې د بېځایه شویو او راستنېدونکو کډوالو لپاره په نوې پالېسۍ کار کړی چې په تطبیق سره بهیې یادې ډېرې ستونزې هوارې شي.
ښاغلي عظیمي زیاته کړه:
"طبیعي ده چې پالېسي یوه سلسله ستونزې لري، څوک نهشي کولای چې هغه سل په سلو کې تطبیق کړي په تېره هم بیا په افغانستان کې چې امنیتي ستونزې ډېرې دي او طبیعي پېښې کېږي نو کله چې دا ستونزې وي رسېدنه وخت ته اړتیا لري."
د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري یا «UNHCR» هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو سره د هر کس په سر ۴۰۰ ډالره مرسته کوي.
له دې سره پېښو ته د رسېدو برخه کې د دولت وزارت وايي چې دوی څه باندې ۶۰ زره کورنۍ د مرستې لپاره راجسټر کړي او ورسره مرستې کېږي.
د دغې ادارې مرستیال محمد قاسم حیدري وايي چې ټولو کډوالو ته د مرستو رسولو لپاره ژمن دي خو په وړاندې یې د ځينو ستونزو یادونه هم کوي.
راپور: یوسف خان ځدراڼ