د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۹

بدخشان چارواکي تائیدوي چې د لاجوردو کان د حکومت له کنټروله وتلی


د غیر مسؤله وسله‎والو له لوري د لاجوردو کان د کنټرول په اړه د نېشل انټرست امریکايي ورځپاڼې د راپور تر خپرېدو وروسته د بدخشان ولایتي شورا رئیس او محلي چارواکي هم تائیدوي چې د دغه ولایت د کران او منجان ولسوالۍ د لاجوردو کان له دوو کلونو راهیسې د حکومت له کنټروله بهر دی.

د بدخشان د ولایتي شورا رئیس عبدالله ناجي نظري د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په وروستیو څو کلونو کې د دغه کان له درکه میلیاردونه ډالر د غیر مسؤله وسله‎والو او د حکومت د مخالفینو جېبونو ته ځي.

ښاغلي نظري زیاته کړه:

"د لاجوردو کان چې په کران و منجان ولسوالۍ کې دی له دوو کلونو راهیسې د سیمې د خلکو په کنټرول کې دی او حکومت پری هېڅ کنټرول نه‎لري او له دغه کانه هېڅ عاید نه‌ترلاسه کوي، په دې برخه کې خپله حکومت ګرم دی ځکه کله چې یې پر دغه کان کنټرول له لاسه ورکړی د بېرته نیولو لپاره‌یې هېڅ اقدام نه‎دی کړی."

ښاغلي نظري زیاته کړه چې د راغستان د زرو کان سربېره د دغه ولایت ټول کانونه د محلي زورواکو او وسله‎والو مخالفینو په واک کې دي.

په ورته وخت کې د بدخشان د والي مرستیال ګل محمد بېدار وايي چې د ناامنیو له کبله حکومت نه‎دی توانېدلی چې د کران و منجان پر کان کنټرول ولري خو زیاتوي چې د دغه کان د بېرته کنټرول لپاره حکومت ژمن دی.

د بدخشان د والي مرستیال ګل محمد بېدار
د بدخشان د والي مرستیال ګل محمد بېدار

ښاغلی بېدار وايي:

"موږ خپل منظم پلانونه ولسمشر او امنیت شورا ته استولي، هغوی ژمنه کړې چې نېږدې راتلونکي کې به دغه کان په قانوني توګه استخراج کړي او د امنیت د تأمین لپاره به‌یې یوه ځانګړی قطعه جوړه کړي، دغه غیر مسؤل وسله‎وال د مجاهدینو پخواني قوماندانان دي او په دې فکر دي چې دوی په کران و منجان کې نور عواید نه‎لري او دغه کان د هغوی لپاره دی."

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې نېشنل انټرسټ امریکايي ورځپاڼې راپور ورکړی، د بدخشان د لاجوردو کان چې د بهرنیو مرستو څخه د افغانانو د وتلو د یوازنۍ بدیل‌لارې په توګه ګڼل کېږي د غیر مسؤله وسله‎والو ډلو په کنترول کې دی.

دا چې د بدخشان د لاجوردو او زرو کانونه د غیر مسؤله وسله‎والو ډلو، مخالفینو او مافیايي کړېو په واک کې دي نوې خبره نه‎ده بلکې له کلونو راهیسې په دې اړه راپورونه ورکول کېږي.

د بدخشان د ولایتي شورا رئیس په خبره فساد، د قوي ارادې نشتوالی، ناامني او نور ورته عواملو وسله‎والو مخالفینو او غیر مسؤله وسله‎والو ته فرصت برابر کړی چې دغه کانونه استخراج کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي چې له وسله‎والو مخالفینو سره د جګړې تر څنګ د افغان امنیتي ځواکونو یوه دنده له کانونو ساتل دي چې په دې برخه کې هڅې دوام لري.

ښاغلي صدیقي زیاته کړه:

"د کانونو غیر قانوني استخراج د امنیتي ځواکونو پر وړاندې یوه ستونزه ده، هغه ځواکونه چې په بدخشان کې دي هغوی نه‌یوازې دا چې طالبانو پر وړاندې جګړه کوي بلکې دغه موضوع هم ورته مهمه ده، د پولیسو او امنیتي ځواکونو یو مسؤلیت هم همدا دی چې د دا ډول کسانو مخه ونیسي."

هاخوا د افغانستان د کانونو څار بنست په یو تازه خپور شوي راپور کې راغلي چې د کانونو په غیر قانوني کېندلو کې د افغانستان د کابینې او ملي شورا غړي ښکېل دي.

د دغه بنسټ د راپور له مخې که په افغانستان کې د کانونو د غیر قانوني کېندلو مخه ونه‌نیول شي دغه هېواد به له لوی بحران سره مخ شي.

راپور: عبادالله حنان‌زی

XS
SM
MD
LG