د لاسرسي لېنکونه

د ارزګان ولایت د ښاروالۍ ریاست مسؤلین وايي، پر ځينو ادارو، شرکتونو او اشخاصو یې د کلونو کلونو مالیه پاتې ده.

یاد مسؤلین وايي چې دغه چارې د ښاروالۍ پر عایداتو منفي اغېز کړی او فیصدي یې ښکته کړې ده.

د ارزګان ښاروال نعمت‌الله اکبري د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې د هغو ادارو نومونه افشا کړل چې د ده په وینا خپله مالیه‌یې پر وخت نه‌ده تحویل کړې.

نوموړي زیاته کړه چې د اوبو رسونې ریاست یو میلیون او ۹۶ زره افغانۍ، د عامې روغتیا ریاست ۸ لکه افغانۍ، د سلطان محمد په نوم ټېکه‌دار ۱۶ لکه افغانۍ، د عبدالولي په نوم کس پنځه لکه افغانۍ د ښاروالۍ له ریاست نه پوروړي دي.

نوموړي زیاته کړه چې په یاد ولایت کې یوناما او ځینو نورو ادارو د ښاروالۍ ملکیتونه قبضه کړي او هغه‌یې د ځان ملکیتونه ګرځولي دي.

نعمت الله: امنیتي ادارې باید په دې اړه له موږ سره همکاري وکړي.

نعمت الله: امنیتي ادارې باید په دې اړه له موږ سره همکاري وکړي.

د ارزګان ښاروال په دې برخه کې له امنیتي چارواکو د مرستې غوښتنه وکړه.

ښاغلی اکبري وايي:

"دا پنځه کاله کېږي چې ځینو زورواکو د ښاروالۍ عایدات نه‌دي تحویل کړي، پر یوه ټیکه‌دار زموږ ۱۶ لکه افغانۍ پاتې دي، خو امنیتي ځواکونه زموږ سره هېڅ همکاري نه‌کوي، زموږ له دولت څخه غوښتنه دا ده چې زموږ سره د مالیې په راټولو کې مرسته وکړي تر څو د ښارالۍ عاید زیات شي."

خو له بلې‌خوا ځینو هغو کسانو چې ماليه‌يې نه‌ده تحویل کړې د څه ویلو ډډه کوي، خو د عامې روغتیا رئیس خان‌اغا میاخېل او د اوبو رسونې ریاست مسؤلین دغه ستونزه مني او وايي چې د ښاروالۍ ریاست ماليه دوی ته له مرکز څخه نه‌ده راغلې او هر کله چې له کابل څخه دوی ته ولېږل شي دوی به‌يې د ښاروالۍ حساب ته اضافه کړي.

د ارزګان د عامې روغتیا رئیس خان‌اغا میاخېل وايي:

"په دې اړه موږ وزارت ته مکتوبونه استولي دي هغوی کوښښ کوي چې دغه پیسې برابرې کړي او موږ ته‌يې واستوي."

د اوبو رسونې رئیس وايي:

"موږ په دې اړه له وزارت څخه تخصیص غوښتی دی، امکان لري چې هغه راورسېږي دا د ښاروالۍ حق دی موږ به‌یې حتماً ښاروالۍ ته ورکوو."

په ورته وخت کې د ارزګان ولایت امینه قوماندان ولي جان سرحدي ازادي راډیو ته وویل چې ښاروال په دې اړه له دوی سره خبرې نه‌دي کړي او که اړتیا وي هر راز همکاري ورسره کوو.

د ارزګان امنیه قوماندان ولي جان سرحدي

د ارزګان امنیه قوماندان ولي جان سرحدي

سرحدي وايي:

"زه په دي اړه خبر نه‌یم، هر څوک چې د قانون څخه سرغړونه کوي موږ د هغه په وړاندې مبارزه کوو او د قانون منګولو ته‌يې سپارو."

راپور: شریف‌الله شرافت

XS
SM
MD
LG