د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۲

چخانسوری: ولسمشر غني د بلخ محلي ادارې کارونو ارزوي


ولسمشر محمد اشرف غني د بلخ ولایت د محلي ادارې د کارونو د ارزونې لپاره دې ولایت ته سفر کړی دی.

ښاغلی غني د اقینې او ترکمنستان د اورګاډي پټلۍ له افتتاح وروسته نن ماښام مزارشریف ته راورسېد او حضرت علی (رض) ته د منسوب روضې له زیارت وروسته یې له دولتي چارواکو سره وکتل.

له‎دې سره چې لسګونه خبریالان د بلخ سرپرست والي په سیاسي دفتر کې په ساعتونو د ولسمشر خبري کنفرانس ته انتظار و، خو هغه د رسنیو سره له خبرو کولو ډډه وکړه.

هارون چخانسوري د ولسمشر غني ویاند وايي چې بلخ ته د ولسمشرد سفر اصلي هدف د دې ولایت د محلي ادارې د کارونو ارزونه ده.

هارون چخانسوري د ولسمشر غني ویاند
هارون چخانسوري د ولسمشر غني ویاند

هغه یې په اړه وویل:

"د سفر هدف د هغه سفرونو سلسله ده چې ولسمشر نورو ولایتونو ته د محلي ادارې د کارونو ارزونې په خاطر ترسره کړې. څو د هغوی کړنې وڅېړي بلخ کې دې برخه کې ښه کارکرد ترسره شوی او دا کار د ستایلو دی."

ښاغلی چخانسوری وايي چې د ولسمشرۍ د څېړنو پر بنسټ د بلخ محلي ادارې خپلې دندې په ښه توګه ترسره کړې دي او تر دې دمه یې په بریالیتوب سره کارونه پر مخ ځي.

تر دې دمخه داسې شایعات را پورته شوي و چې ګواکې ولسمشرغني به د دې سفر په ترڅ کې عطا محمد نور رسماً د بلخ والي په توګه معرفي کړي.

خو د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري وايي چې تر دې دمه د ښاغلي غني په دې سفر کې داسې کوم تصمیم ته ځای نه‎دی وکړل شوی او احتمال یې شته چې وروسته پر دې موضوع هم بحث وشي.

چخانسوري زیاته کړه:

"د دې مشخص هدف تغیر او تبدیلي نه‎ده، صرف ولسمشر وغوښتل د بلخ له خلکو سره غم شریکي وکړي او د دې ولایت عمومي وضعیت وڅېړي. ممکن پر دې موضوع هم خبرې وشي خو دا اصلي هدف نه‎دی."

دا چې په ځینو ولایتونو کې د سرپرستۍ د سیسټم دوام لامل شوی ترڅو په اداري مقرریانو کې د والیانو اجرائيوي قدرت تضعیف شي، د ولسمشر ماڼۍ دا خبره په کلکه ردوي.

د ولسمشر ویاند وايي چې د کابینې ټولو وزیرانو او د ولایتونو والیانو ته د افغانستان د اساسي قانون پر بنسټ صلاحیت او اختیارات ورکړل شوي.

هغه وویل:

"د افغانستان د اساسي قانون، د دې هېواد د ملکي خدماتو د قانون پر بنسټ او په محلي ادارو کې د موجوده لایحو له مخې، والي صاحبان، وزیران او معین صاحبان له خپلو صلاحیتونو څخه برخورداره دي او دوی د قانون په محدوده کې خپل کار ترسره کوي."

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشرغني مزارشریف ته له خپل سفر دمخه د ترکمنستان له ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف سره یوځای د اته مراد- اقینې د اورګاډي پټلۍ افتتاح کړه.

د ښاغلي غني په خبره د اورګادي دا پټلۍ به افغانستان ته د وارداتي تیلو بیه په لویه پیمانه راکمه کړي.

مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG