د لاسرسي لېنکونه

د امریکا متحده ایالاتو په اوهایو ایالت کې د چړو او موټر په ګوزارونو په خلکو باندې وروستۍ حمله د یوې ترورېستي قضیې په څېر څېړل شوې ده.

د اوهایو د کولمبوس ښار د پولیسو مشر کېم جاکوبز وویل دې قضیې ته چې پرون شوې د یوې ممکنې ترورېستي حملې په څېر کتل شوي چې په‌کې یوولس کسان ټپيان دي.

حمله کوونکی اتلس کلن سومالیايي محصل عبدالرزاق علي ارتان پېژندل شوی چې د امریکا د دایمي اوسېدو اجازه‌یې هم درلوده.

هغه لومړی په موټرو باندې د اوهایو ایالت په دولتي پوهنتون کې خلک وهلي او له موټرو له کوزېدو سره سم‌یې په چړو هم وارونه کړي دي.

د پوهنتون یوه امنیتي کس حمله کوونکی علي ارتان بېرته په ډزو وژلی دی.

XS
SM
MD
LG