د لاسرسي لېنکونه

د امریکا په اوهایو ایالت کې پولیسو هغه سړی وژلی چې پر خلکو حمله کې يې اته تنه په چاړه ووهل او زخمیان‌یې کړل.

دې سړي د کولمبوس پوهنتون ته نېږدې پر خلکو د چړې وارونه وکړل.

رپوټونه وايي د حملې پر مهال پر ټویټر د پوهنتون محصلینو ته خبرداری ورکړل شو چې وتښتي یا پټ شي.

صحي کارکوونکي وايي چې د یوه زخمي روغتیايي حالت نازک دی.

په اوهایو ایالت کې کولمبوس پوهنتون د امریکا د لوړو زده‎کړو له سترو مرکزونو دی چې شپږ لکه محصلین لري.

XS
SM
MD
LG