د لاسرسي لېنکونه

سپينې ماڼۍ د امریکا منتخب ولسمشر ډونالد ټرمپ دا ادعا رده کړه چې د جمهوري ریاست په ټاکنو کې درغلي شوې ده.

په‎ دې ایالتونو کې زیاتې رأیې د ډموکراتانو کاندیدې هېلري کلېنټن ګټلې وې.

ټرمپ پر ټویټر لیکلي و چې په ویرجېنیا، نیوهمپشایر او کالیفورنیا کې د ټاکنو په ورځ زیاته درغلي شوې ده.

خو د سپينې ماڼۍ ویاند جاش ارنسټ پرون دوشنبه خبریالانو ته وویل:

"دا واقعیت لري چې هېڅ داسې شواهد نه‌شته چې دا ادعاوې ثابتې کړي."

ډونالد ټرمپ د نوومبر په اتمه په امریکا کې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د درغلۍ په اړه د خپلې ادعاد اثبات لپاره اسناد نه‎دي وړاندې کړي.

XS
SM
MD
LG