د لاسرسي لېنکونه

په ناټو کې د روسیې دایمي استازي الکساندر ګروشکو ویلي چې روسیه او ناټو په افغانستان کې هېڅ ډول همکاري نه‎لري.

الکساندر ګروشکو پرون دوشنبه ایټرتاس خبري اژانس ته وویل، ناټو د همکارۍ ټولې لارې او پروژې بندې کړي چې د دواړو خواوو ګډو ګټو او امنیت ته مهمې ګڼل کېدې.

د دې روسي چارواکي په وینا، دا په افغانستان کې له وضعیت سره چې د خرابېدو په حال‎ کې دی مخامخ تړاو لري او داسې هېڅ نښه نه‌لیدل کېږي چې ناټو به خپل لید لوری بدل کړي.

XS
SM
MD
LG