د لاسرسي لېنکونه

ملګري ملتونه وایي، په ۲۰۱۶ میلادي کال کې لږ تر لږه پنځه لکه افغانان د جګړې له امله له خپلو کورونو تېښتې ته اړ شوي دي.

د ملګرو ملتونو دا رپوټ چې پرون دوشنبه خپور شو په افغانستان کې د جګړې له امله د بې‌کوره شویو خلکو تر ټولو لوړه شمېره څرګندوي.

رپوټ وايي، جګړه او ټولنیز بحران افغانان د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ کوي او پر ډېرو خلکو یې فشار راوستی چې نورو سیمو ته وتښتي.

خو د افغانستان د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت دا رقم نه‌تائیدوي او څرګندوي چې د بې‌کوره شویو افغانانو شمېر تر دې کم دی.

د دې وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخیل پرون ازادي راډيو ته وویل چې د جګړې له امله ۴۵۰ زره افغانان بې‎ځایه شوي او نورو سیموته تښتېدلي دي.

د افغانستان د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخیل

د افغانستان د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخیل

آقای میاخېل زیاته کړه:

"زما په فکر، ستونزه دا ده چې هغه کسان چې بېرته خپلو سیمو ته ستنېږي په هغو ارقامو کې نه‎دي شامل چې نړیوال سازمانونه‌یې خپروي. په هغو ۱۲ ولایتونو کې چې زموږ هېوادوال د جګړې له امله بې‌کوره او نورو سیمو ته کډه شوي وو، د وضعیت له کرارۍ سره ۳۰ فیصده کسان بېرته ستانه شول. نو زموږ د شمېرو پر اساس، ۴۵۰ زره کسان د جګړې له امله بې‎ځايه شوي دي."

هلمند، کندز، ارزګان او ننګرهار هغه ولایتونه دي چې ډېر خلک په‎کې د جګړې له امله بې‎ځايه شوي دي.

ملګري ملتونه وايي، هغه کسان چې د جګړې له امله بې‎ځایه شوي په سړه هوا کې له خیمو او کمپلو پرته له ستونزو سره مخامخ دي، هغوی ته کافي خوراکي مواد او د څښاک پاکې اوبه هم نه‌رسېږي.

د افغانستان د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت وايي چې دوی یوازې پالېسي جوړوي او د مرستو په برخه کې له نړیوالو ادارو سره ګډ کار کوي.

ښاغلي میاخېل څرګنده کړه چې له بې‎ځایه شویو کورنیو سره د مرستې منظم پروګرامونه‌یې هم جوړ کړي دي.

تر دې وړاندې، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې وه چې د ژمي په میاشتو کې له افغانستان سره د خپلو مرستو پر زیاتولو غور وکړي.

د ملګرو ملتونو تازه رپوټ وايي، د روان ميلادي کال په ۱۱ میاشتو کې لږ تر لږه ۶۰۶ زره افغانان له پاکستانه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د امریکا متحده ایالاتو تېره اوونۍ اعلان وکړ چې له افغانستان سره به ۴۰ میلیونه ډالر مرسته وکړي.

امریکا وویل چې دا مرستې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د نړیوالې ادارې او د خوراکي موادو د نړیوالې ادارې له لارې په افغانستان کې بې‎ځایه شویو خلکو ته ورووېشل شي.

داسې ګڼل کېږي چې د امریکا د دې مرستو یوه برخه به هغو خلکو ته ځانګړې شي چې په افغانستان کې د جګړې له امله له خپلو کورونو وتلي او نورو سیمو ته کډه شوي دي.

د افغانستان د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت وايي چې دوی د نړیوالو مرستندویه ادارو د مرستو په تمه دي څو اړو خلکو ته تودې جامې، کمپلې، خیمې، دوا او خوراکي مواد ورووېشي.

XS
SM
MD
LG