د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۳

سرحدي: ارزګان کې «شفق۲» عملیاتو کې پرمختګ شوی


د ارزګان ولایت امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او ولسوالیو کې له تېرو دوو ورځو راهیسې د «شفق۲» په نوم عملیاتو کې د پام وړ پر مختګ شوی دی.

د ارزګان امنیه قوماندان ولي جان سرحدي نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې د یادو عملیاتو پر مهال ۲۰ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.

د ده په خبره چې د مرکز ترینکوټ اړوند سپیدخار سیمه‌يې له وسله‌والو طالبانو څخه هم نیولې ده.

سرحدي زیاته کړه چې د یاد ولایت په چورې، دهراود او ګېزاب ولسوالیو کې هم عملیات روان دي چې پر مهال‌یې یو شمېر سیمې د وسله‌والو طالبانو څخه پاکې شوې دي.

سرحدي: عملیات د ارزګان په یو شمېر نورو ولسوالیو کې هم روان دي.
سرحدي: عملیات د ارزګان په یو شمېر نورو ولسوالیو کې هم روان دي.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ د «شفق۲» عملیات پیل کړي دي چې هغه په مرکز ترینکوټ او یو شمېر ولسوالیو کې دي چې د پام وړ پرمختګ مو په‌کې کړی دی چې په مرکز ترینکوټ او ولسوالیو کې یو شمېر سیمې له وسله‌والو طالبانو څخه نیول شوي دي، عملیات اوس هم روان دي."

سرحدي وايي، د دغو عملیاتو پر مهال ۲۸ کړۍ ماینونه هم شنډ شوي چې د ده په ‌خبره وسله‌والو طالبانو د عامو خلکو د کورونو مخې ته خښ کړي و.

وسله‌والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

په ورته خت کې د ارزګان ولایت یو شمېر هغه ملکي خلک چې تل به‌يې له دولت څخه د عملیاتو د پیل غوښتنې کولې د عملیاتو پر پیلېدو خوښ دي او وايي چې دوی يې ملاتړ کوي.

د ترینکوټ د تالانې کلې ملک طاوس محمدي وايي چې تالاني سیمه له تېرو درېیو میاشتو راهیسې د امنیتي ځواکونو او وسله‌والو طالبانو کمربند ګرځېدلی او دولت تر اوسه په همدغه سیمه کې عملیات نه‌دي تر سره کړي.

محمدي: په تالانې سیمه کې هم باید عملیات تر سره شي.
محمدي: په تالانې سیمه کې هم باید عملیات تر سره شي.

د یادې سیمې یو شمېر نورو اوسېدونکو هم په تالانې سیمه کې د پوځي عملیاتو پیلېدو غوښتنه وکړه:

"موږ ډېر خوشحال یو چې په ارزګان ولایت کې د شفق۲ په نوم عملیات پیل شوه او ورڅخه ملاتړ هم کوو، ورسره همکاري کوو، ولې دولت باید زموږ سیمو ته هم عملیات راوغځوي، درې میاشتې پوره شوې چې زموږ سیمو کې عملیات نه‌دي شوي."

د مسؤلینو په خبره ارزګان ولایت له تېرو درېيو میاشتو راهیسې د وسله‌والو طالبانو تر کلکې محاصرې لاندې دی چې لا اوس هم وسله‌وال طالبان د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ ښار ته په یو کېلو مترۍ شتون لري.

راپور: شریف‌الله شرافت

XS
SM
MD
LG