د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ماشومانو د حقونو د کنوانسیون په اړه د دوهم راپور د چمتو کولو پروسه، په رسمي توګه پیل کړه.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، افغان حکومت مکلف دی هغه ټول کنوانسینونه چې ورته ژمن دی او مواد یې منلي دي، په ښه توګه عملي کړي او په اړهیې د ملګرو ملتونو سازمان ته راپور ورکړي.
د دې وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي د دوشنبې په ورځ، د ماشومانو د کنوانسیون د موادو د پلي کېدو په اړه، د دورهيي راپور ورکولو تر نامه لاندې په یوې ناسته کې وویل، کوم فعالیتونه چې افغان حکومت د ماشومانو د حقونو په برخه کې ترسره کړي، په دغه راپور کې ارزول کېږي.
نوموړي زیاته کړه:
"د راپور د برابرولو پروسه یوازې د نړیوالې ټولنې پر وړاندې د افغانستان د ژمنو تر سره کول نهدي، بلکې د مناسبو پالېسیو د جوړولو په هدف په هېواد کې د ماشومانو له حقونو څخه د ملاتړ د ارزولو فرصت دی، راپور ورکونه د ماشومانو د حقونو د ملاتړ په برخه کې د ارزونې ښه لاره ده."
ښاغلی کرزی وايي، د ماشومانو اړوندو ادارو سره په همغږۍ کولای شو چې په دې اړه یو کره راپور چمتو کړو.
د بهرنیو چارو وزارت د ماشومانو د حقونو د خوندیتوب په اړه خپل لومړی راپور، په ۲۰۰۹ میلادي کال کې د ملګرو ملتونو سازمان ته ورکړی و او دا هم دوهم راپور دی چې د راتلونکي کال په لومړۍ نیمايي کې به چمتو او یاد سازمان ته به وسپارل شي.
د دې وزارت د چارواکو په خبره، افغانستان په ۱۹۹۰ میلادي کال کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د حقونو له کنوانسیون سره یوځای شو او قانونیې ورته په ۱۹۹۴میلادي کال کې تصویب کړ.
دا راپور په داسې حال کې چمتو کېږي چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، افغانستان ۱۴،۵ میلیونه ماشومان لري چې عمرونهیې له شپږو کلونو څخه تر اتلسو پورې دي.
له دې شمېرې څخه شاوخوا نهه میلیونه ښوونځیو ته ځي.
د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ۵،۵ میلیونو ماشومانو برخلیک څرګند نهدی او حکومتیې هم په اړه معلومات نهلري.
په ورته وخت کې د راپورونو له مخې افغانستان ۲،۷ میلیونه کارګر ماشومان لري چې ۱،۴ میلیونهیې په درنو کارونو بوخت دي.
یوه ماشومه "زینب" چې د بهرنیو چارو وزارت ته نېږدې د خلکو بوټان رنګوي ازادي راډیو ته وویل، کورته د خرڅ پیدا کولو په خاطر، په ښوونځي کې د زدهکړو تر څنګ، بوټان هم رنګوي.
نوموړې زیاته کړه:
"بوټان رنګوم، ښوونځي ته ځم، درس وایم، د ورځې تر لسو بجو کار کوم او بیا ښوونځي ته ځم."
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وجهي صندق «UNCEF» رئیسې ادل خضر چې په دغې ناسته کې یې خبرې کولې وویل، افغان حکومت باید د ماشومانو وضعیت ته په کتو سره، د خپل راپور کیفیت لوړ کړي.
نوموړې زیاته کړه:
"مهمه ده چې په دغه راپور کې د ملګرو ملتونو سازمان وړاندیزونه او سپارښتنې چې د پخواني راپور پر اساسیې کوي، په پام کې ونیول شي، لومړۍ پوښتنه به دا وي چې څه مو کړي دي؟"
مېرمن خضر د راپور په چمتو کولو کې پر دقت او له افغان ماشومان سره په مرکو او خبرو ټینګار وکړ او ويېویل چې باید ډاډمن شو چې افغان ماشومان چې په هر ځای کې دي، حقونهیې خوندي دي.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندق له ماشومانو هم وغوښتل چې د دې راپور په چمتو کولو کې، د بهرنیو چارو له وزارت سره مرسته وکړي.
وموغوښتل چې د حکومت لهخوا د ماشومانو د کنوانسیون د موادو د پلي کولو په اړه، د اړوندې مدني ټولنې نظر هم ولرو خو اړیکې مو ورسره ټینګې نهشوې.
راپور: خان محمد سیند