د افغانستان مشرانو جرګې د اداري پلاوي ځیني غړي د ښې حکومتوالۍ او اصلاحاتو په چارو کې د ولسمشر د ځانګړي استازي احمد ضیا مسعود څخه غواړي چې د خپلو وروستیو څرګندونو په اړه اسناد او شواهد وړاندې کړي.
د مشرانو جرګې دوهم مرستیال حسیبالله کلیمزي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، که څه هم د ښاغلي مسعود دا ډول څرګندونې غیر مسؤلانه نهدي خو باوري نهدی چې ګواکې وسلهوالو مخالفینو په حکومت کې نفوذ کړی وي.
حسیبالله کلیمزی د ښاغلي مسعود دا ډول څرګندونې سیاسي پهلواني بولي او ټینګار کوي چې د پنځم اړخ پر وړاندې انفرادي اقدامات پایله نهشي لرلای او د حکومت د رهبرۍ جدي ارادې ته اړتیا لري.
نوموړی وايي:
"ښاغلی مسعود د حکومت په رهبرۍ کې دی نو باید دغه موضوع د حکومت له مشرانو سره شریکه کړي او د مافیايي کړیو او نورو ډلو په اړه چې ملي منافعو ته زیان دی هغوی ته اسناد او شواهد وسپاري او له شکه پرته باید په دی اړه قاطع پرېکړه وشي."
په وروستیو کې احمد ضیا مسعود په هرات کې یوې غونډې ته د خبرو پر مهال ويلي چې وسلهوالو طالبانو، مافیايي کړیو او د سیمې هېوادونو استخباراتو د افغانستان په دولت کې نفوذ کړی او ویلي دي چې دغه موضوع په افغانستان کې د وسلهوالو طالبانو پر وړاندې د عملیاتو مخه نیولې ده.
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د جمهوري ریاست نظر هم ولرو خو هغوی په دی اړه خبرو ته حاضر نهشول.
ښاغلي احمد ضیا مسعود له دې مخکې هم په دولتي ادارو کې د وسلهوالو مخالفینو د نفوذ په اړه څرګندونې کړي دي.
اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم ویلي و چې د حکومت یو شمېر برحاله چارواکي د طالبانو په ګټه کار کوي.
همداراز ولسمشر محمد اشرف غني هم ویلي و چې د ملي امنیت رئیس تهیې امر کړې چې په نظام کې شته جاسوسان وپېژني.
په دولتي ادارو کې د وسلهوالو مخالفینو د نفوذ په اړه دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې له یو کال راهیسې په افغانستان کې امنیتي ګواښونه زیات شوي دي.
خو اوس چې د حکومت یو لوړپوری چارواکی د پنځم اړخ په اړه دا ډول څرګندونې کوي ولې يې د مخنوي لپاره کار نهکېږي؟ دغه پوښتنه مو له سیاسي کارپوه بشیر بېژن سره مطرح شوه.
ښاغلي بېژن په دی اړه وویل:
"د حکومت یو شمېر لوړپوړي چارواکي له ترورېستي ډلو څخه د ملاتړ په برخه کې تر شکونو لاندې دي او تر هغه چې ولسمشر د قضیو په اړه انحصاري چلند وکړي د نورو مأمورانو شکونه به هم زیاد شي."
ښاغلی بېژن وايي، د هغو کسانو ادرس څرګند دی چې له وسلهوالو مخالفینو څخه ملاتړ وي خو په دی اړه د حکومت جدي ارادې ته اړتیا ده.
راپور: عبادالله حنانزی