په کندهار کې د سولې شورا د ولایتي کمېټې مشر عطا محمد احمدي وايي، د طالبانو خپل منځي اختلافات او د روسیې سره د دغه ډلې د اړیکو په اړه د وروستیو راپورونو تر خپرېدو وروسته له دوی سره د وسله والو طالبانو تماسونه زیات شوي.
په کندهار کې د ازادي رادیو خبریال صادق رښتینی د ښاغلي احمدي سره مرکه کړې او په سر کې يې پوښتنه کړې چې د وسله والو مخالفینو ترمنځ دغه اختلافات څه وخت پیل شوي؟