د لاسرسي لېنکونه

په کندهار کې د سولې شورا خبر ورکوي چې په دې ولايت کې شاوخوا ۱۳۰۰ طالب وسله‎والو جګړه پرېښې او په خپله خوښه‌یې عادي ژوند پيل کړی.

د کندهار د سولې شورا د ولایتي کمېټې مشر عطا محمد احمدي ازادي رادیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې د ولسوالیو په سطحه د دوی سیمه‌ییزې کمېټې په دې توانېدلي چې یو شمېر وسله‎وال راضي کړي څو خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي او عادي ژوند کولو ته راوګرځي.

د احمدي په وینا شاوخوا ۲۰۰ وسله‎وال چې یو شمېر یې د لوړې کچې قوماندانان په‌کې شامل دي په رسمي ډول د سولې د پروسې سره یوځای شوي او شاوخوا ۱۳۰۰ نورو طالب وسله‎والو جګړه پرېښې او په خپله خوښه‌یې عادي ژوند پيل کړی.

ښاغلي احمدي زیاته کړه:

"په ولسوالیو کې زموږ د کمېټو په همکاري او د دوی د خپلوانو له‎خوا تبلیغ ورته شوی اوس چې په کور کېناستلي شمېر یې ۱۳۰۰ یا اضافه تر دې دی."

د سولې د شورا ولایتي مشر ښاغلی احمدي وايي، هغه کسانو چې له جګړې لاس اخیستی او عادي ژوند يې پیل کړی یو شمېر يې د کار او ټولنیزو چارو ریاست په مرسته حرفوي کورسونو ته د کسب زده‎ کولو لپاره معرفي شوي او یو شمېر نورو د خپل ژوند او امنيت په خاطر ځانونه نه‎دي ښکاره کړي.

ښاغلی احمدي زیاته کړه:

"موږ د دوی په خوښه کارونه پیدا کړي ځینې مو کسب زده‎ کولو ته معرفي کړي ځینې چې سواد يې نه‎درلود ښاروالۍ ته د کار کولو لپاره معرفي کړي دي."

د سولې شورا سیمه‌ییز مشر دغه‌راز وايي چې په دې وروستیو کې له دوی سره د طالبانو د خپلمنځي اختلافاتو او د روسیې سره د دغه ډلې د اړیکو په اړه د راپورونو تر خپرېدو وروسته د وسله‎والو تماسونه زیات شوي.

نوموړی په ټینګار سره وايي چې د حکومت زیات وسله‎وال مخالفین د سولې پلویان دي خو دوی د خپل امنیت په اړه اندېښنه لري.

کارپوهان په سیمه‌ییزه کچه د وسله‎والو مخالفینو سره د سولې شورا دغه ډول تماسونه ګټور بولي.

د کارپوهانو په باور که څه هم د افغان دولت او وسله‎والو مخالفینو تر منځ د لوړې کچې خبرې د نامعلومو دلایلو په وجه درېدلي خو کندهار کې د سولې د بهیر سره د وسله‎والو یوځای کېدل د دغه ولایت او ګاونډیو ولایتونو پر امنیت کولای شي اغېز وکړي.

راپور : محمد صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG